سريلانکا دې "د بشري حقونو سرغړونو ادعاوې" وپلټي

د خپريدو وخت: 10:56 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391

ډېرو هېوادونو له سريلانکا غوښتنه کړې چې په عاجله توګه دې د سرغړونو په اړه څېړنه وکړي او سريلانکا هم منلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ډلې له سريلانکا نه غوښتنه کړې چې له تامیل پړانګانو سره د کړکېچ پر مهال له بشري حقونو څخه ادعا شویو سرغړونو بشپړه څېړنه وکړي.

که څه هم د سريلانکا د حکومت او تامیل پړانګانو ترمنځ کړکېچ درې کاله وړاندې پای ته ورسېد، د بشري حقونو ډلې ادعا کوي چې ډېرو لویو سرغړونو ته پام نه دی شوی او له بشري حقونو څخه سرغړونې لاهم دوام لري.

د دې ترڅنګ د بشري حقونو فعالان او خبریالان هم ګواښل کېږي.

په جینیوا کې د بي بي سي خبریاله ایموجن فوکس په دې اړه په خپل راپور کې وايي:

په وروستي ځل د سريلانکا په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا په ۲۰۰۸ میلادي کال کې بیا کتنه شوې وه.

هغه مهال چې په سريلانکا کې کورنی کړکېچ په اوج کې و.

اوس څلور کاله وروسته د سريلانکا د حکومت وزیرانو د بشري حقونو شورا ته ویلي، دوی د سرغړونو په مخنیوي او روغې جوړې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

خو د ملګرو ملتونو ډېری غړي هېوادونه قانع نه دي او وايي: "نړیوالو څېړونکو موندلې چې هم د سريلانکا پوځ او هم تامیل پړانګانو سرغړونې او جنګي جرمونه کړي او تقریبا هیڅ څوک نه دي محاکمه شوي".

دغه راز د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دا هم وايي چې په سريلانکا کې د خبریالانو او عدلیي چارواکو ګواښل زیات شوي دي.

ډېرو هېوادونو له سريلانکا غوښتنه کړې چې په عاجله توګه دې د سرغړونو په اړه څېړنه وکړي او سريلانکا هم منلې ده.

خو په مشخص ډول یې د شکنجې او په زوره د خلکو د ورکولو پرضد د نړیوالو قانوانیو د لاسلیکولو او عدلیې ته د خپلواکۍ د ورکولو وړاندیزونه رد کړي دي.

دا هغه څه دي چې د بشري حقونو ډلې وايي د بشري حقونو په برخه کې د سريلانکا د ژمنتیا په اړه جدي پوښتنې پیدا کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .