ولسمشر اوباما: شتمن باید ډېره مالیه ورکړي

د خپريدو وخت: 07:56 گرینویچ - شنبه‬ 10 نومبر 2012 - 20 لړم 1391

له هغو کسانو باید زیاته مالیه واخېستل شی، چې کلنی عاید یې له ۲۵۰ زره ډالره ډېر وي. باراک اوباما

د دویم ځل لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړي خبري کنفرانس کې باراک اوباما وویل، چې د بودیجې د بحران کابو کولو لپاره اړینه ده، چې شتمن امریکایان زیات ټیکس ورکړي.

بل لور ته د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکي ویندوی جان بوهنر ویلي، چې په مالیو کې زیاتوالی د منلو وړ نه دی.

ماهرین وايي که دې مسلې ته سیاسي حل ونه موندل شي، د متحده ایالاتو اقتصاد به د ځوړ له حالت سره مخامخ شي.

د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبرې کنفرانس ته د وینا پر مهال ولسمشر اوباما وویل، چې د اقتصادي پرمختګ لپاره بله لار نه شته، که موږ غواړ چې د بودیجې کسر لږ شي، باید د لګښتونو لږوالی له عاید سره وتړو او د دې معانا داده، چې باید شتمن ډېره مالیه ورکړي.

باراک اوباما زیاته کړه، چې زه باید څرګنده کړم، چې د دې پلان په اړه نرمي کولو ته چمتو یم، زه نوې تګلارې ته هم چمتو یم، خو زه د بې انډوله پلان لپاره په هیڅ صورت چمتو نه یم.

نوموړي خپله هاغه خبره بیا تکرار کړه، چې له هغو کسانو باید زیاته مالیه واخېستل شی، چې کلنی عاید یې له ۲۵۰ زره ډالره ډېر وي.

ده له کانګریس نه غوښتنه وکړه، چې اوسنۍ کچه په ۹۸ سلنه کسانو تطبیق کړي.

"د مالیو له ډېرېدو سره به په کارونو کې لږوالی رامنځ ته شي."

جان بوهنر

د اوباما په خبره، دغه پوښتنه د ټاکنو د کمپاین پر مهال مهمه وه، په دې اړه بیا بیا بحثونه وشول، د سې شنبې په شپه موږ ته معلومه شوه، چې اکثر امریکایان د دي پلوي دي.

ولسمشر اوباما راتلونکې اوونۍ دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو مشرانو ته بلنه ورکړې، چې له ده سره د دې موضوع په اړه بحث وکړي.

د اوباما له خبرې کنفرانس وروسته د سپینې ماڼۍ ویندوی وویل، که کانګریس هغه کسان د مالیې له ورکولو معاف کړي، چې کلنی عاید یې له ۲۵۰ زره ډالره ډېر دی، نو ولسمشر اوباما به هغه قرارداد ویټو کړي.

بل لور ته د جمهوریت غوښتونکي ګوند جان بوهنر ویلي، چې د ټیکس زیاتولو مخالفت به وکړي. په خبري غونډه کې جان بوهنر وویل، چې د مالیو له ډېرېدو سره به په کارونو کې لږوالی رامنځ ته شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .