چین موخو ته د رسېدو لپاره له کومو ستونزو سره مخ دی؟

د خپريدو وخت: 17:45 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

د ډېرو را پورته کېدونکو هېوادونو په څېر، د چین اقتصادي بری په صنعتي برخه کې د کارګرانو له زیاتوالي سره تړلی دی

د چين د کمونست ګوند په کنګره کې چې په بېجنيګ کې روانه ده، د چیني مشرانو په مخکې یوه اصلي پرته ننګونه به اقتصاد وي.

تلونکي ولسمشر هوجینتاو همدا اوس خپل ځای ناستي ته داسې هدف ټاکلی چې باید د روانې لسیزې په پای کې د چین سړي سر عاید دوه ځله زیات شي.

که د هوجینتاو د وروستیو لاس ته رواړنو له مخې قضاوت وشي، نو ښایی د هغه دا موخه په اسانۍ تر لاسه شي.

په کال کې په سلو کې د ۹ اعشاریه ۶ سلنې اقتصادي پرمختګ هدف ايښودل شوی چې د تېرو دریو لسیزو په پرتله لږ کم دی.

خو دا پرمختګ په ځینو هغو عناصرو پورې تړلی و چې تل دوام نشي کولی.

د ډېرو را پورته کېدونکو هېوادونو په څېر، د چین اقتصادي بری په صنعتي برخه کې د کارګرانو له زیاتوالي سره تړلی دی چې زیاته برخه یې له کلیوالو سیمو څخه ښاري سیمو ته کډه شوي دي.

دا بهیر خپل محدودیت لري او ښایی چین دې محدودیت ته همدا اوس نیږدې شوی وي.

لويې ننګونې

  • د کمونست ګوند دننه د اغېز او ګټو پر بنسټ ډلو ترمنځ د توازن او ځواک ساتل
  • د فساد شته والی او له واکه ناوړه ګټه اخیستل

  • د یو ماشوم درلودلو تګلاره
  • د بېوزليو او شتمنو ترمنځ پراخېدونکې تشه

د پانګوونې زیاته لوړه کچه هم ارزښت لري خو هغه دومداره نه ده.

د چین صادراتو هم د هغه په اقتصادي وده کې مرکزي ونډه لرلې ده.

د نړۍ په پرمختللو بازارونو کې هم دې مسلې د هغو په سوداګرۍ سیوری غوړولی دی.

ډېر اقتصاد پوهان په دې باور دي چې هغه اقتصادي لېږد ته زیاته اړتیا ده چې خپل مشتریان (چینایان) یې زیات لګوونکي دي.

کله چې عایدات لوړېږي نو مشتریان هم پیسې لګوي خو په اقتصادي فعالیتونو کې دهغو ونډه تل کمه وي.

نړیوال بانک داسې اصلاحات په نښه کړي دي چې ښایی په دې برخه کې له بدلون سره مرسته وکړي.

دا به د امتیازاتو په کمولو سره په صادراتو او صنعتي پانګونې پام راټول کړي.

نړیوال بانک همدا شان د دې لپاره چې چین په بازاري اقتصاد واوړي، د پراخو اصلاحاتو د رامنځ ته کولو هڅه کوي.

که دا شننه سمه وي نو د چین اقتصاد به د زیاتو راتلونکو کلونو لپاره وځلیږي او د چینایی ولس د ژوند سطحه به لوړه کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .