د ایران پارلمان د وېبلاګ لیکوونکي مړینه څیړي

د خپريدو وخت: 16:52 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

یو شمېر عیني شاهدان وايي د ۳۵ کلن بهشتي په مړي د شکنجې ځینې نښې ليدل کېدی او کفن یې هم په وینو سور و.

د ایران پارلمان په رسمي توګه د ایراني وېبلاګ لیکوونکي ستار بهشتي چې د پولیسو په توقیف کې مړ شو د قضیې د څېړنو امر کړی دی.

د ایران د حکومتي خبري آژانس په وینا د پارلمان مرستیال محمد حسن ابوترابي وروسته تر هغه د بهشتي د وژنې په اړه د یوه راپور د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه چې یو شمېر ولسي استازو د بهشتي د وژنې په هکله د نړیوالو رسنیو د رپوټونو موضوع مطرح کړه.

ښاغلي بهشتي چې د خپل وېبلاګ له لارې یې د ایران پر حکومت نیوکې کولې، د پولیسو په توقیف کې مړ شو. تېره اوونۍ ایراني پولیسو دده له کورنۍ غوښتي و چې مړی یې تر لاسه کړي.

یو شمېر عیني شاهدان وايي د ۳۵ کلن بهشتي په مړي د شکنجې ځینې نښې ليدل کېدی او کفن یې هم په وینو سور و.

د بښنې نړیوالې ټولنې هم په خپله یوه اعلامیه کې ویلي چې ښایي بهشتي د شکنجې یا ربړولو له امله مړ شوی وي.

د ایران د محافظه کار پارلمان استازي احمد توکلي نن (یکشنبه د نومبر ۱۱ مه) په پارلمان کې وویل چې د ستار بهشتي مړینه ؛ددې لامل شوې چې بهرنۍ رسنۍ په دې اړه خپل دریځونه څرګند کړي.

"زما وړاندیز دآ دې چې تاسې باید د فاسدو چارواکو پسې پښې لوڅې کړئ نه چې د بلاګارانو سره تند چلند وکړئ"

توکولي

ښاغلي توکلي زیاته کړه "بهرنیو هېوادونو په دې اړه شخړه جوړه کړې، ولې د بهرنیو چارو وزارت او قضا په دې اړه توضیح نه ورکوي؟ کس مړ شوی نو اړینه ده چې توضیح ورکړل شي"

هغه زیاته کړه قضا باید هغه کس سره جدي چلند وکړي چې د دې عمل امر یې ورکړی دی.

د مهر خبرې اژانس لیکي چې ښاغلي توکولي وویل "زما وړاندیز دا دې چې تاسې باید د فاسدو چارواکو پسې پښې لوڅې کړئ نه چې د بلاګارانو سره تند چلند وکړئ".

د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو مشرې کترین اشتون نن یکشنبه (د نومبر په ۱۱ مه) وویل په توقیف کې د بهشتي مړینې ډیره خواشینې کړې او په تهران يې غږ وکړ چې د بلاګرانو او انټرنیټ فعالانو له ځپلو لاس واخلي.

میرمن اشتون په یوه اعلامیه کې ویلي اروپايي ټولنه له ایراني چارواکو نه دا انتظار لري چې یوه روښانه او بشپړه څېړنه تر سره کړي چې د دې مړینې پوره معلومات وشي.

د رپوټونو له مخې د ایران پارلمان ډیر لږ وختونه د بشري حقونو د ادعاو موضوعګانې را پورته کوي.

د بشري حقونو د وینا له مخې ستار بهشتي د اکتوبر په ۳۰مه د پولیسو لخوا ونیول شو. تر دې مخکې ښاغلي بهشتي ته د مرګ ګواښونه هم کېدل.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .