برتانوي پوځیان د وژل شویو ملګرو یاد ورځ نمانځي

د خپريدو وخت: 06:09 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

د هغوعسکرو د قربانیو یادول چې د جګړې په ډګر کې وژل شوي هم شخصي او هم له نورو سره ګډ ارزښت لري.

نن د نوامبر د میاشتې ۱۱ برتانوي ځواکونه چې د نړۍ په هرځاي کي وي، د هغو برتانوي پوځیانو د یادولو په خاطر څو شیبې چوپتیا غوره کوي او حرکت نه کوي، چې په جګړو کې وژل شوي دي.

دم ګړۍ د افغانستان په هلمند ولایت کې ۹۵۰۰ برتانوي عسکر دېره دي. دوی به هم له نورو برتانوي ځواکونو سره د یادولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د بي بي سي د دفاعي چارو خبریاله کرولاین وایټ په لشګرګاه کې د برتانوي ځواکونو له آډې نه په خپل راپور کې لیکي، چې د هغو عسکرو لپاره چې دلته جنګېږي یا په نورو چارو بوخت دي، د هغوعسکرو د قربانیو یادول چې د جګړې په ډګر کې وژل شوي هم شخصي او هم له نورو سره ګډ ارزښت لري.

"د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې ۴۳ برتانوي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي."

دلته د ګڼو کسانو ملګري او همکاران وژل شوي دي. په لشکرګاه کې به هم برتانوي پوځیان دوه دقیقې چوپتیا غوره کړي. په لشکرګاه کې د دې مراسمو مسوول افسر وايي موږ به خپل عزیزان هم نن یاد کړو.

د ده په خبره" په دې مراسمو کې موږ د هغو کسانو یادونه کوو چې په تېرو جګړو کې یې برخه اخیستې او وژل شوي دي، قرباني یې ورکړې ده. موږ په برتانیا کې د خپلو عزیزانو او کورنیو یاد هم کوو چې زموږ خوندې ستنېدو ته انتظار دي."

هلمند کې برتانوي ځواکونه د اوونۍ په ټولو ورځو کې کار کوي، ځکه نو نن د یکشنبې ورځ به هم ورته د نورو ورځو په څېر وي، خو د نن ورځې توپیر به له نورو سره دا وي چې پوځیان به په پوځي اډه کې دوه دقیقې چوپتیا غوره کړي او هغه چې په ګزمې وتلي وي، په ټاکلي وخت به د خپلو همکارانو د یاد په خاطر چوپتیا غوره او حرکت نه کوي.

د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې ۴۳ برتانوي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .