نن د نېمونيا (سيخ او برېښ)د مخنیوي نړیواله ورځ ده

د خپريدو وخت: 06:50 گرینویچ - دوشنبه 12 نومبر 2012 - 22 لړم 1391

خپله کورنۍ د دغې ناروغۍ د درملنې او مخنيوي په برخه کې ګټور کار کولای شي. ډاکټر عبدالله فهیم

نن د نومبر ۱۲ نېټه ده چې ملگرو ملتونو د نېمونیا يانې سيخ او برېښ ناروغۍ د مخنيوي نړيواله ورځ نومولې ده. د ملگرو ملتونو سرمنشي ويلي دي،چې دا ورځ د مور او ماشوم روغتيا ته د پام تر سرليک لاندې لمانځي.

د نړيوال روغتيايي سازمان د ورکړل شويو شمېرو له مخه يادې شوې ناروغۍ يوازې تېر کال يو اشاريه درې ميلونه ماشومان وژلي دي، راپور وايي چې په هرو۱۰ ماشومانو کې شپږ يې په شپږو مخ پر ودې او وروسته پاتې هيوادونو، هند، نايجريا، کانگو، پاکستان، چين او ايتوپيا کې مړه شوي دي.

دلته په افغانستان کې د روغتيا وزارت سلاکار ډاکټر عبدالله فهيم بي بي سي ته وويل چې د دغه ناروغۍ په تړاو داسې شمېرې نه لري چې د حکومتي او نا حکومتي روغتيايي مرکزنو او روغتونونو ټوليزه شميره په گوته کړي، خو دومره يې وويل چې په وروستيو کلونو کې په ښاري سميو کې دغه ناروغي ډيره شوې ده.

ښاغلي فهيم وويل چې خپله کورنۍ د دغې ناروغۍ د درملنې او مخنيوي په برخه کې ګټور کار کولای شي.

"د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره بايد تر ډېره هغه سابه او خواړه وخوړل شي چې اى ويټامين لري، په ځانگړي ډول يې هغه سابه گټور وبلل چې سره رنگونه لري لکه روميان گاځرې او نور."

ډاکټر عبدالله فهيم

د نوموړي په وينا له سړو نه ماشومان ژغورل او د ستره والي په پام کې نيول هم په دې برخه کې د وقایوي ټکو دي.

ښاغلي فهيم دا هم وويل چې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره بايد تر ډېره هغه سابه او خواړه وخوړل شي چې اى ويټامين لري، په ځانگړي ډول يې هغه سابه گټور وبلل چې سره رنگونه لري لکه روميان گاځرې او نور.

نړيوال روغتيايي سازمان هم د ټټر يانې سيخ او برېښ ناروغۍ د منخنيوي لپاره يو شمېر سپارښتنې کړې دي.

وايي په دې برخه کې بايد د کورنيو د پوهاوي کچه پورته کړل شي، د واکسينو بهيرونه په ښه توگه تر سره شي، بله دا چې ميندې بايد د شپږو مياشتو لپاره خپلو ماشومانو ته يوازې خپلې شيدې ورکړي. همدا راز بايد خلک د لاسونو وينځلو او نورو وقايوي ټکو ته پام وکړي.

ډاکټران وايي چې تبه ټوخې، د ستونې درد او نور د دغې ناروغۍ له نښو دي چې په احساسولو سره يې بايد ماشوم يا ناروغ نژدې روغتيا پال يا روغتون ته ورسول شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .