په کوما کې سړي په لومړي ځل خبرې وکړې

د خپريدو وخت: 10:41 گرینویچ - جمعه 16 نومبر 2012 - 26 لړم 1391

معمولا په ويجېتېتيب يا کوما ورته حالت کې انسان ځينې وختونه ویښېږي، سترگې پرانيزي خو ځان او خپل چاپيريال نه پېژني.

يو کاناډايي چې له لسيزي نه زيات وخت لپاره په ويجېتېتېب يا کوما ورته حالت (داسې حالت چې په کې انسان نه ځان، چارپېریال پېژني او نه هم احساس لري) کې و اوس په دې توانېدلی چې سيانس پوهانو ته و وايي چې هېڅ درد نه لري.

دا لومړى ځل دى چې يو څوک، چې ماغزه يې بد ژوبل شوي او هېڅ خبرې نه شي کولى په دې توانېږي چې کلينيکي ځواب ورکړي يا په بل عبارت د سيانس پوهانو د تجربو پر وړاندې غبرگون وښيي.

له ٣٩ کلن سکاټ روتلي نه په داسې حال کې پوښتنې کېدلې چې مغزي فعاليت يې د fMRI د ماشين په وسيله عکاسي کېده.

د نوموړي ډاکتر ويلي له دغه انکشاف نه اوس داسې برېښي چې په ځينو طبي اصولو کې بايد بدلون را وستل شي.

معمولا په ويجېتېتيب يا کوما ورته حالت کې انسان ځينې وختونه ویښېږي، سترگې پرانيزي خو ځان او خپل چاپيريال نه پېژني.

د ښاغلي روتلي ماغزه ١٢ کاله وړاندې د موټر په ټکر کې بد ژوبل شول.

له ٣٩ کلن سکاټ روتلي نه په داسې حال کې پوښتنې کېدلې چې مغزي فعاليت يې د fMRI د ماشين په وسيله عکاسي کېده.

له هغه وخت نه تر اوسه پر هغه هېڅ يوې فزيکي ازمويني، د هغه په هوښ (سد) کېدو او يا د خبرو کولو نښې نه وې په ډاگه کړې خو اوس د ده د معالجو ډاکترانو د ډلې مشر پروفېسر ادرين اون ويلي چې دی په ويجېتېتېب (Vegetative ) يا کوما ورته حالت کې نه دى.

پروفېسر ادرين اون وايي، اوس سکاټ داسې وښوله چې اگاه او فکر کولى شي. د سکاټ معالجه ډله وايي:

"موږ د ځانگړي ماشين له لارې د هغه د مغز د فعاليتونو کوم تصويرونه چې اخیستي ښيي چې سکاټ زموږ د پوښتنو پر وړاندې ځواب غوره کوي. موږ باور کوو، دی پوهېږي چې موږ څوک يو او دى چېرته دى".

پروفېسر اون دا يوه ډېره ستره کاميابي گڼلې او وايي دا د دوی د اوږدې مودې غوښتنه وه، که وکولى شي چې له دغه راز ناروغانو ځواب تر لاسه کړي.

ښاغلی اون وايي، له دغه بري په گټې اخیستو به په راتلونکې کې وکولى شي د نورو ورته کسانو د ژوند د ښه کولو لپاره نور گامونه اوچت کړي.

دی د بېلگې په توگه وايي غواړي دا معلومه کړي چې "څنگه وکولى شو د دوى وخت ښه تېر کړو او معلومه کړو د ورځې په کوم وخت کې د دوی زړه خوړو ته کېږي".

د سکاټ روتلي مور او پلار وايي دوی هر وخت فکر کاوه چې سکاټ په هوښ(سد) دی او پيغام يا ځواب ورکولى شي ځکه وايي ده به غټه گوته او سترگې خوځولې خو دا طبي کارکوونکو ته د منلو وړ نه وه چې هغه دې د پيغام د اخیستو يا د ځواب ورکولو توان ولري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .