غزې کې د اوربند هڅې کېږي

د خپريدو وخت: 19:47 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

پر غزې بمباريو کې ډېری مرګژوبله ملکيانو ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د تېرې دوشنبې په ورځ په مصر کې د بهرنیو چارو له وزیر محمد عمرو کامل سره د غزې د اوربند په اړه وغږېده.

نوموړی به د سې شنبې په ورځ د مصر له ولسمشر محمد مرسي او د عربي هېوادونو د ټولنې له مشر عمرو موسی سره تل ابیب او بیا رام الله ته له سفر مخکې وګوري.

مصر د نړیوالو هڅو په ملاتړ د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د اوربند د مرکچي په توګه هڅې کوي.

پر غزې د اسراییلي بریدونو اوومه ورځ ده، چې په وروستي برید کې یې د غزې په شمال کې پر یوه کور بمبار کړی، چې لږترلږه د کورنۍ ټول څلور واړه غړي یې وژلي دي.

په اسراییلي بریدونو کې لږترلږه ۱۰۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

وژل شوي

په غزه تړانګه کې د حماس چارواکي وايي د شپږ ورځني تاوتريخوالي په اوږدو کې د وژل شويو کسانو شمېر اوس له سلو اوښتی دی.

اسراييلو د دوی سيمو ته د توغنديو ويشتلو درولو په موخه پر غزه خپلې بمبارۍ روانې ساتلې دي.

د دوشنبې ورځې وژل شويو کې د اسلامي جهاد اورپکې ډلې يو قوماندان هم شامل دی.

بان کي مون په تېره دوشنبې د مصر د بهرنیو چارو له وزیر محمد عمرو کامل سره د اوربند په اړه وغږېد.

فلسطيني جنګياليو د دوشنبې/دوه نۍ په اوږدو کې پر اسراييلو څه د پاسه ۱۰۰ توغندي ويشتلي دي.

له تېرې چارشنبې راهيسې دری اسراييليان وژل شوي دي.

د اوربند خوندي کولو لپاره هلې ځلې روانې دي، او مصري چارواکي وايي په اړه يې اوس هڅوونکې نښې نښانې برېښي.

د ملګريو ملتونو سرمنشي بانکيمون قاهرې ته رسېدلی چې د خبرو اترو له هلو ځلو سره مرسته وکړي.

دی پلان لري په راتلونکو ورځو کې د اسراييلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو او فلسطيني مشر محمود عباس سره هم وګوري.

سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې ويلي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې پر ورځ له خپل مصري سيال محمد مرسي او اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره خبرې کړې او په غزه کې يې د روان حالت د نورې ترينګلتيا پر مخنيوي بحث کړی دی.

ښاغلي اوباما له خپل مصري سيال ښاغلي مرسي سره ټليفوني خبرو کې "پر اسراييلو د حماس له لوري توغنديو ويشتلو پر اړتيا ټينګار کړی" او له دواړو سره يې خبرو کې "د اسراييلي او فلسطيني ملکيانو پر مړيني خواشيني څرګنده کړې ده."

د حماس اسلامي غورځنګ سياسي مشر خالد مشعل وويل ښاغلي نتنياهو د يو اوربند غوښته کړې، خو زياته يې کړه دا له اسراييلو سره تړلې چې جګړه ودروي، چې همدوی پيل کړې ده.

"د ترکيې او اسراييلو ترمنځ چې اړيکي يو وخت خورا ښۀ وو، وروسته له هغه ترينګلی شول د اسراييلو سمندري ځواکونو پر غزې سمندري کلابندۍ پر مهال د ترکي د مرستو پر يوې بېړۍ بريد وکړ."

اسراييلو په سمدلاسه توګه د داسې غوښتنې خبره رد کړه.

ښاغلي مشعل وويل په غزه کې اوربند امکان لري، او د تاوتريخوالي ناوړه کېدا هم شونې ده.

ښاغلي مشعل وويل د يو اوربند لپاره د حماس شرطونو کې د اسراييلو له لوري پر غزه د لګېدلې کلابندۍ لرې کول، او د "اسراييلو له خوا د وژنو پای ته رسول" شامل دي.

اسراييلو هم د اوربند لپاره شرطونه وړاندې کړي، چې له غزې د هر ډول غليمانه ډزو بندول او په وسولو د حماس بيا سمبالېدو مخنيوی لپاره نړيوالې هڅې شاملې دي.

په همدې وخت کې د ترکيې لومړی وزير رجب طيب اردوګان اسراييل يو "ترهګر دولت" بللی دی، چې په وينا يې پر غزه د بمبارۍ پر وخت "د ماشومانو ټولوژنه" کړې ده.

د ترکيې او اسراييلو ترمنځ چې اړيکي يو وخت خورا ښۀ وو، وروسته له هغه ترينګلی شول د اسراييلو سمندري ځواکونو پر غزې سمندري کلابندۍ پر مهال د ترکي د مرستو پر يوې بېړۍ بريد وکړ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .