يو کتاب چې شوروي اتحاد يې ولړزاوۀ

د خپريدو وخت: 17:13 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

د الکزنډر سولژينيټسن دغه لنډ ناول " ايوان ډينيسووېچ شوخوف" د زندان پڼډغالي کې د بنديانو يوې ورځې ژوند کيسه کوي

پخوانی شوروي اتحاد يو ستر هېواد و، چې د مځکې کرې يو پر شپږمه مه برخه يې نيولې وه. خو يو لنډ او کوچينی کتاب و، چې د دغه کمونست سترځواک بنسټونه يې ولړزول.

۵۰ کاله مخکې د ۱۹۶۲ کال د نومبر پر ۱۸ مه د روسي ليکوال الکزندر سولژينيتسن د ستالين زندان پنډغاليو شبکې ګولګ لومړۍ انځورونه له چاپه راووته.

د الکزنډر سولژينيتسن دغه لنډ ناول "د ايوان ډينيسووېچ د ژوند يوه ورځ" نومېږي، چې د زندان پڼډغالي کې د بنديانو يوې ورځې ژوند کيسه کوي.

د کيسې څېره خيالي ده، خو په ورته ډول يې په ريښتيا ژوند کې مليونونه خلک وو. د ناول په يوه برخه کې راځي:

"لا تيارۀ وه، که څه هم ختيځ کې د څلي څراغ روښانه و، نرۍ تونده سيلۍ له هماغه لوري لګېده.

له دې ناوړه شېبه نه وه، چې سهار به د درانۀ کار لپاره په کتار کې درېدې.

په تياره کې، په کنګلين ساړۀ کې له وږې ګېډې سره چې ټوله ورځ به دې ترمخ وه، د خبرو ځواک دې له لاسه ورکاوۀ"

الکزندر سولژينيټسن ګولګ زنداني پنډغالي کې ۸ کاله تېر کړل.

ګولاک د جوزېف ستالين د زندانونو د پنډغاليو وېروونکې شبکه وه، چې د سولژينيتسن په څېر بې ګناه خلک وراستول شوي وو.

سولژينيتسن په دوهمه نړيواله جګړه کې د توپچي افسر په توګه خدمت کړی و، او په خپله مېړانه يې مډالونه هم اخيستی وو.

خو په ۱۹۴۵ کال کې وروسته له هغه چې په يو ليک کې يې پر ستالين نيوکه کړې وه، وغندل شو.

بيا يې ګولاګ زنداني پنډغالي کې ۸ کاله تېر کړل، او له هغو بختورو و چې ژوندي ترې ووتل.

د ناول چاپ اغېز

سانسور او د ستالين له نظام ډار د دغه پنډغاليو په اړه د ريښتيا خپرېدو مخنيوی کاوه.

خو کله چې د سولژينيتسن دغې کيسې خپل چاپ ته لار ومونده، نو شوروي اتحاد بيا هېڅکله د تېر په څېر نه وو.

ليکوال او خبريال ويټالي کوروټيچ دغه کتاب ۵۰ کاله مخکې پېرلی و، چې وايي وګړي له معلومات لرې ساتل کېدل.

"موږ په بشپړ ډول له معلوماتو ګوښه وو، موږ د اوسمهال شمالي کوريا په څېر معلومېدو، په دې وخت کې ده (ليکوال) زموږ سترګې پرانيستې.

په کمپونو کې د ژوند په اړه کيسه راورسېده، دې لا ان امکان نه درلود چې په اړه يې دې څوک فکر هم وکړي."

له سټالين وروسته د شوروي اتحاد مشر نيکيتا خروشچوف د سولژينيټسن ناول پر چاپ بنديز لرې کړ، چې د ستالين څېرې ته د عبادت په توګه درناوی بربنډ کړی شي.

کله چې "د ايوان ډينيسووېچ د ژوند يوه ورځ" خپور شو، د دغو پندغاليو په اړه نا رسمي ادبياتو خپرېدا لړی پيل شوه.

کمونستو توندلاريو په متقابل ګام کې خروشچوف له دندې لرې کړ.

ګولک د جوزېف سټالين د زندانونو وېروونکې شبکه وه، چې بې شمېره بې ګناه خلک وراستول شوي وو

يوه لسيزه وروسته دوی سولژينيتسن ونيو او بيا يې د شوروي دننه جلاوطنۍ کې قزاقستان ته وشاړۀ.

الکزندر سولژينيتسن د ۲۰۰۸ کال په اګست کې د ۸۹ کلونو په عمر مړ شو.

خو ۵۰ کاله وروسته چې سولژينيتسن د جوزېف سټالين جرمونو په اړه د خلکو سترګې پرانيستې ډېری روسان دغه زورواکی لا يو غوره مشر بولي.

د يو تازه نظرپوښتنې له مخې نن ورځ ۴۸ سلنه روسان باور کوي چې ستالين د دوی پر هېواد مثبت اغېز لرلی دی، او يوازې ۲۲ سلنه يې باور کوي ګواکې څه ميراث یې چې پرې ايښی منفي دی.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .