غزه کې د وژل شوو شمېر ۹۰ ته ورسېد

د خپريدو وخت: 11:27 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

په غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، اسراییلي بریدونو د یکشنبې په ورځ ۲۵ کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د غزې تراډې روغتیايي چارواکو ویلي چې د اسراییلي بریدونو پر شپږمه ورځ لږترلږه ۱۸ فلسطینیان وژل شوي، چې په دې سره د وژل شوو فلسطینیانو شمېر ۹۰ ته رسېدلی دی.

اسراییلو له هوا، سمندر او وچې پر غزې تراډې بریدونه ډېر کړي دي.

په دغو بریدونو کې تر ۷۴۰ ډېر فلسطینیان ټپیان شوي.

د اسراییلو جنګي الوتکو د دوشنبې پر ګهيځ، د غزې په ختيځ کې الزیتون کلی بمبار کړی، چې لږترلږه څلور کسان یې وژلي، چې دوه په کې ښځې او یو ماشومن دی.

د ګهیځ په لومړیو کې د اسراییلو په یوه برید کې یونیم کلنه ارما الشندي هم وژل شوې، یو سپین روبی او یوه زړه ښځه ټپي شوي دي.

دوشنبه پر غزې د اسراییلي بریدونو شپږمه ورځ ده.

په غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، اسراییلي بریدونو د یکشنبې په ورځ ۲۵ کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

پر همدې ورځو د یوې کورنۍ اته نور غړي ووژل شول.

"د اسراییلو په هغه برید، چې د القدس تلوېزیون او رسنیو مرکز یې په کې په نښه کړی و، اته سیمه ییز او نړیوال خبریالان ټپیان شول."

بې پولې خبریالان

د اسراییلو یو توغندی په (غلطۍ) د مصر په جنوبي سیمه کې لګېدلی دی.

بل خوا، د دوشنبې پر ورځ د فتح ګوند د مرکزي جرګې یو غړی نبیل شعث غزې ته د فلسطیني ولسمشر محمود عباس په استازیتوب رسېدلی دی.

په پام کې ده چې د عربي ټولنې مشر نبیل العربي سبا (سه شنبه) غزې ته ولاړ شي.

وړاندې هم ځینې عربي چارواکي غزې ته تللي وو.

شعث پخپلو خبرو کې بي بي سي ته وویل، چې د ولسمشر عباس په استازیتوب غزې ته راغلی دی.

"بې پولې خبریالان"

اسراییلو د دوشنبې پر ګهیځ یو کور په نښه کړ، چې ۱۱ غړي یې ووژل شول.

پر همدې مهال د "بې پولې خبریالان" ټولنې د اسراییلو هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي او په غزه کې یې د رسنیز مرکز په نښه کول له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

دغې ډلې پر اسراییلو د بریدونو د "ژر تر ژره درېدو" غوښتنه کړې ده.

ټولنه وايي: "د اسراییلو په هغه برید، چې د القدس تلوېزیون او رسنیو مرکز یې په کې په نښه کړی و، اته سیمه ییز او نړیوال خبریالان ټپیان شول."

د "نن روسیه" تلوېزیون ویلي، چې د اسراییلو بمبارۍ په غزه کې د عربي تلوېزیون ودانۍ ویجاړه کړه.

یوه رسمي خبرپاڼه وايي: د "نن روسیه" تلوېزیون دفتر د اسراییلو په برید کې ویجاړ شو، خو څوک په کې ونه وژل شول."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .