اوباما په تاریخي سفر برما ته ورسېد

د خپريدو وخت: 06:53 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

اټکل دی، چې اوباما به له برما سره د ۱۷۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه هم اعلان کړي.

امریکایی ولسمشر بارک اوباما برما ته په یوه تاریخي سفر تللی دی.

د هغه د سفر هدف په برما کې د سیاسي اصلاحاتو راتلو ملاتړ ښودل شوی دی.

اوباما د برما پر چارواکو د لانورو اصلاحاتو راوستلو غږ وکړ.

ده وویل، چې له اصلاحاتو سره لانور پرمختګ راتلی شي.

د برما سیاسي مخالفان خبرداری ورکوي، چې سیاسي بندیان یې دې خوشي شي او توکمیز تاوتریخوالی دې پای ته ورسېږي.

لانور اصلاحات

ولسمشر اوبابما به په برما کې لږ وخت تېر کړي، خو پلازمېنې نای بي تاو ته به ولاړ نه شي.

اوباما د برما تجارتي ښار رانګون ته ځي، چې هلته به له ولسمشر تهین سین او د سیاسي مخالفینو له مشرې او د نوبل د جایزې له ګټونکې انګ سان سوچي سره وګوري.

اوباما به د رانګون په هغه پوهنتون کې وینا وکړي، چې د دیموکراتیو لاریونونو مرکز ګڼل کېده.

اټکل دی، چې اوباما به له برما سره د ۱۷۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه هم اعلان کړي.

په تېره یکشنبې اوباما د تایلنډ پلازمېنه بنکاک کې وویل، چې برما ته یې د سفر هدف په مطلق ډول د حکومت د ملاتړ لپاره نه دی.

ده وویل: "باور نه کوم چې هېڅوک دې دا وېره ونه لري، چې برما هغه ځای ته رسېدلې ده، چې باید ورسېږي او هغه وضعیت پکې راغلی چې باید راغلی وای."

"خو بل خوا، که په برما کې حالاتو ته وګورو، د دیموکراسۍ د پلي کولو هڅې روانې دي، زه شکمن نه یم چې دې موخې ته د رسېدو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لرو."

د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې د ټاکنو په اړه له ډېرو نیوکو وروسته د تهین سین حکومت واک ته ورسېد.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .