پاکستاني محکمې د اسلام د سپکاوي قضیه ختمه کړه

د خپريدو وخت: 22:54 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391

د ملالې او رمشا قضيو دا وښوده چې په پاکستان کې ځوانې نجونې څومره کېداى شي چې له گواښ سره مخامخ شي.

ملاله او رمشا دواړه د پاکستان د جلا سيمو سره تړاو او بېلې سابقې لري. ملاله مسلمانه ده، په سوات کې زېږېدلې او د نجونو د زدهکړې او تعليم لپاره مندې تړې کوي.

خو رمشا بيا عيسوي مذهبه ده. يو ډول معيوبتیا لري چې په زدهکړه کې يې ذهن سست دى. دواړو نجونو د ځينو لانجمو مسالو پر سر د ولس پام ځان ته ور اړولى دى.

د ملالې او رمشا قضيو دا وښوده چې په پاکستان کې ځوانې نجونې څومره کېداى شي چې له گواښ سره مخامخ شي.

رمشا اسلام ته د سپکاوي په تور د ممکنه مرگ له سزا سره مخامخ وه چې نړيوال غبرگونونه يې را وپارول خو ايا دا به د دې پر قضيې څه اغېز هم ولري که نه؟

د دې پوښتنې ځواب په دې پورې اړه لري چې تاسو له چا سره پرې خبرې کوئ.

هغه کسان چې دين ته د سپکاوي په قانون کې د اصلاحاتو راوستل غواړي ښايي استدلال وړاندې کړي چې د رمشا قضيې وښوده چې دغه قوانين کولاى شي چې ناوړې گټې اخيستنې ته لار هواره کړي.

خو برعکس هغه خلک چې په دې قانون کې بدلون راوستل نه غواړي اوس کولاى شي دا استدلال وړاندې کړي چې اوس چې محکمې پر رمشا لگېدلي تورونه رد کړه دا ثابتوي چې په پاکستان کې دين ته د سپکاوي اوسنى قانون اغېزمن دى.

په پاکستان کې يوه بله ښځه، عايشه بي بي هم هغه مهال د نړۍ د خبرونو په سر ټکو کې راغله چې دين ته د سپکاوي په تور تورنه شوه خو پر هغې باندې د مرگ سزا پر ځاى پاتې ده.

ها خوا ملاله او د هغې خورلڼې چې د نجونو لپاره ېې د تعلم حق تر لاسه کولو غوښتنه کوله د طالبانو د بريد هدف وگرځېدلې.

او س مهمه پوښتنه دا ده چې د ملالې، رمشا او د هغوی د کورنيو برخليک به څه وي او ولس به تر کومه بريده د دوى ملاتړ او يا غندنه وکړي؟

په سوات کې له وړاندې داسې دسیسې راټوکېدلي دي چې وايي پر ملالې د بريد دسيسه د لوېديځوالو لخوا طرح شوې وه. خو دا شونې نه ده چې ملاله او د هغې کورنۍ به له دې وروسته په سوات کې خوندي وي.

محکمې د رمشا پر وړاندې اسلام ته د سپکاوي ناندريزه قضيه رد کړه خو په تېرو وختونو کې داسې بېلگې هم شته دي چې خلک د محکمې لخوا دين ته د سپکاوي له تورونو سپين ختلي خو وروسته د مذهبي توندلارو لخوا د بريدونو هدف گرځېدلي دي.

رمشا اوس پټه ده او شوني نه ده چې دا به هم له دې وروسته عادي ژوند ته دوام ورکړي. که څه هم د ملالې او رمشا قضيو په پاکستان کې بحثونه را وپارول خو د هوارې رښتیني لارې چاري يې ډېر لږ تر سترگو کېږي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .