پاکستاني طالبانو د اجمل قصاب د مړي غوښتنه وکړه

د خپريدو وخت: 11:23 گرینویچ - پنجشنبه 22 نومبر 2012 - 02 لیندۍ 1391

اجمل قصاب د ۲۰۰۸ کال د نومبر په ۲۶ د سمندر له لارې له خپلو ۹ ملګرو سره هندوستان ته ننوت.

پاکستاني طالبان وايي د اجمل قصاب مړی باید دوی ته وسپارل شي. اجمل قصاب پرون د هندوستان په پونا کې د ممبۍ د ترهګریزو بریدونو په جرم په دار وځړول شو.

له نا معلوم ځایه له بي بي سي سره په یوه ټیلفوني مرکه کې د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان وویل، چې هندوستان باید د اجمل قصاب مړی، د هغه کورنۍ ته او یا هم دوی ته وسپاري( که له موږ سره په دیپلوماتیکه کچه اړیکه ونیول شي، نو موږ کولای شو، هغوی ته د مړي سپارلو کړنلاره وښیو).

د داسې نه کولو په صورت کې نوموړي د نورو بریدونو ګواښ وکړ. د نوموړي په خبره پاکستاني حکومت د مړي نه غوښتو له امله د ده په خبره( بې غیرتې) کړې ده.

د نوموړي په خبره دوی د قصاب د رول په اړه ډاډمن دي. د پاکستان حکومت په یوه کوچنۍ اعلامیه کې په ممبۍ کې د ترهګریزو بریدونو غندنه کړې، خو د پاکستان سیاسي ګوندونه او ښي اړخي سازمانونه په دې اړه پټه خوله دي.

د هندوستان په ممبۍ ښار کې د ۲۰۰۸ کال د نومبر په ۲۶ مه د خونړیو بریدونو یوازینی ژوندی نیول شوی پاکستانی برید ګر اجمل قصاب پرون( د نومبر ۲۱) د هندوستان په يروډا زندان کې په دار وځړول شو.

فرید کوټ، د پاکستان په پنجاب ایالت کې د اجمل قصاب کلی.

د هندوستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر سشیل کمار شندې په وینا پاکستان په دې لړ کې د هندوستان د حکومت له رسمي لیک منلو انکار وکړ، چې له دې وروسته د فیکس په وسیله دغه معلومات هلته ولېږل شول.

اجمل قصاب د ۲۰۰۸ کال د نومبر په ۲۶ د سمندر له لارې له خپلو ۹ ملګرو سره هندوستان ته ننوت. قصاب او ملګرو یې د ریل ګاډي پر یوه تم ځای، پنځه ستوریز تاج هوټل او د یهودانو پر یوه فرهنګي مرکز بریدونه وکړل، چې په پایله کې ټولټال ۱۶۶ کسان ووژل شول.

قصاب او یوه ملګري یې د ریل ګاډي پر تم ځاي په شوي برید کې ۵۲ کسان وژلي وو. له قصاب سره د هندي پولیسو په متقابلو ډزو کې د هغه ۹ تنه ملګري وژل شوي وو او نوموړي ژوندی نیول شوی و.

د پاکستان له لوري د جسد غوښتنې په اړه له غبرګون نه راتلو وروسته پرون سهار( د نومبر ۲۱ مه ) داجمل قصاب جسد د پونا زندان په څنډه کې خاورو ته وسپارل شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .