ملګري ملتونه: حماس او اسراييل باید اوربند وساتي

د خپريدو وخت: 07:05 گرینویچ - پنجشنبه 22 نومبر 2012 - 02 لیندۍ 1391

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر اسراييلو او حماس غږ کړی چې د مصر په منځګړیتوب شوی دغه اوربند ټینګ وساتي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر اسراييلو او حماس غږ کړی چې د مصر په منځګړیتوب شوی اوربند ټینګ وساتي.

دغې شورا ويلي دواړه لوري بايد په ښه نيت سره د اوربند شرطونو پلي کولو لپاره په جدي ډول کار وکړي.

ملګرو ملتونو دغه جوړجاړي ته په رسېدو او منځګړیتوب کې د مصر د ولسمشر محمد مرسي ستاينه کړې ده. ترسره شوی هوکړه ليک څرګندوي چې اسراييل او حماس دواړه بايد ټول غليمانه کړه وړه پای ته ورسوي. اسراييل بايد پر غزه د خپلې لګولې کلابندي پر نرمښت غور وکړي.

اسراييلو او حماس له اتو ورځو جګړې وروسته چې څه د پاسه ۱۵۰ کسان يې ووژل اوربند پيل کړی دی. د اوربند له پيل سره سم د غزې اوسېدونکي سړکونو ته د لمانځنو او خوښيو لپاره ووتل او د شپې مهال يې اسمان ته د اورلوبو توکي ويشتل، چې د اسراييلو د بې پيلوټه الوتکو غږونه لا هم اورېدل کېدل.

د بري اعلانونه

د اوربند له اعلان وروسته دواړو خواوو د بری اعلان کړی دی.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په بيت المقدس کې د يوي خبري ناستي پر مهال وويل د لومړي وزير په توگه دا د دۀ دنده ده چې د هېواد امينت ډاډمن کړي.

"موږ پوځي ځواک لرو. دا رښتيا ده چې ځينې هېوادوالو د ځواکمنو پوځي عمليانو تمه درلوده، خو دا ځل داسراييلو لپاره اړينه وه، چې له دغه فرصته ګټه واخلي او پر اوربند سلا وکړي. ما بايد د خپل امنيت خوندي کولو لپاره اړين تدبيرونه نيولی وای."

د فلسطينيانو حماس غورځنګ سياسي مشر خالد مشعل بيا وويل اسرايل پر غزه خپل يرغل کې پاتې راغی. د حماس د سياسي څانگي مشر خالد مشعل ويلي چې بری په غزه کې د حماس دی او اسراييل په خپلو هلو ځلو کې ناکامه شوی دی.

"موږ پوځي ځواک لرو. دا رښتيا ده چې ځينې هېوادوالو د ځواکمنو پوځي عمليانو تمه درلوده."

بنیامین نتنیاهو

"د دوی موخه ځپل وو، خو په غزه کې مقاومت او جنګياليو او د غزې اتلانو او په غزه او نورو ځايونو کې يو موټي ولس دوی ته وښوده چې د دوی ځپلو هلې ځلې ناکامې شوې، ازاد خلک نه شي ځپل کېدای."

اسراييلو د دغې جګړې پر مهال پر غزه ۱۵۰۰ هوايي بريدونه کړي دي. فلسطينيانو بيا څه د پاسه ۱۰۰۰ توغندي د اسراييلو لور ته ويشتلي. خو ډېری وژل شوي، چې لږ ترلږه ۱۵۰ کسان کېږي فلسطينيان وو. ۵ تنه اسراييليان هم وژل شوي دي.

اوربند د چارشنبې/څلورنۍ پر ورځ( نومبر ۲۱) د گرينويچ پر وخت د ماښام پر اوه بجو پيل شو.

د شوي اوربند له مخې اسراييلو سلا کړې چې ټول غليمانه کړه وړه او په نښه کونې وژنې ودروي، په داسې حال کې چې حماس به د اسراييلو پر وړاندې د توغنديو ويشتل او د پولې په اوږدو کې له بريدونو لاس اخلي.

دغه اوربند د مصر د بهرينو چارو وزير محمد کامل امر د مصر په پلازمېني قاهره کې په داسي مهال اعلان کړ چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنتن يې څنگ ته ولاړه وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .