پاکستان کې د عزادارۍ پر لاریون ځانمرګی برید شوی

د خپريدو وخت: 05:37 گرینویچ - پنجشنبه 22 نومبر 2012 - 02 لیندۍ 1391

ځانمرګی برید د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه ښار راولپنډۍ کې شوی.

پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي د پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې ځانمرګی برید شوی.

د ځايي چارواکو په وینا دغه برید د شیعه ګانو د عزادارۍ مراسیمو پر یوه لاریون شوی، چې په پایله کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان دي.

دغه ډول برید، چې د عزادارانو پر لاریون شوی، په دغه ښار کې بې ساری دی.

برید د راولپنډۍ ښار په مصریال روډ سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شو، چې لاریون کوونکي د عزادارۍ مراسیم نمانځل.

د راولپنډۍ ښار د پولیسو مشر اظهر حمید وايي، چې دغه برید ځانمرګي برید ګر کړی.

له سیمې څخه د بي بي سي خبریال په خپل رپوټ کې وايي، چې د چاودنې له امله شاوخوا دوکانونه هم ویجاړ شوي دي.

"موږ ویر کاوه، چې یوه کس بم وچاود، هیڅ ونه پوهېدو، چې څه او څنګه وشول، یو ۲۲ یا ۲۳ کلن شکمن ځوان، په لاریون کې شامل و، تور کالي او زرغون رنګه جمپر یې اغوستي وو، لومړی یې ویر نه کاوه، خو وروسته یې ویر پیل کړ، هغه هم له چاودنې سره سم له منځه لاړ."

سید شهزاد حسین شاه

ځايي پولیس له پېښې سمدستې وروسته سیمي ته ورسېدل او شاوخوا سیمه یې کلابنده کړه.

د ځايي پولیسو مشر سید حسیب حسین شاه بي بي سي ته وویل، چې د چاودنې له امله ۲۳ کسان وژل شوي دي. امنیتي چارواکي وايي د ټپیانو شمېر ۲۶ تنو ته رسېدلی.

د لاریون یوه ګډونوال سید شهزاد حسین شاه، بي بي سي ته وویل، چې "موږ ویر کاوه، چې یوه کس بم وچاود، هیڅ ونه پوهېدو، چې څه او څنګه وشول، یو ۲۲ یا ۲۳ کلن شکمن ځوان، په لاریون کې شامل و، تور کالي او زرغون رنګه جمپر یې اغوستي وو، لومړی یې ویر نه کاوه، خو وروسته یې ویر پیل کړ، هغه هم له چاودنې سره سم له منځه لاړ."

د لاریون ګډونوال وايي له چاودنې سره سم د سیمې برېښنا هم غوڅه شوه. یو شمېر لاریون کوونکو تور ولګاوه، چې له چاودنې وروسته د لاریون د ساتنې لپاره ګومارل شوي پولیس وتښتېدل. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري دغه برید غندلی او وايي، چې د ترهګرۍ په ضد جګړه به دوام وکړي. ورته مهال په

د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د بمي چاودنې په پایله کې یو کس ووژل شو او ګڼ نور ټپیان شول.

د ځايي پولیسو مشر جاوید اوډو خبریالانو ته وویل، چې چاودنه د اورنګي ټاون په سیمه کې وشوه. د نوموړي په خبره بم په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی و، چې د ریموټ کنترول په وسیله وچاودېد. بل لور ته بنو ښار ته څېرمه په جاني خیل سیمه کې د پولیسو پر یوه کتار ډزې شوې، چې د ځايي پولیسو د مشر اپیل خان په ګډون په کې دوه تنه پولیس ووژل شول.وسله والو پاکستاني طالبانو د پنجشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د تر سره شویو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .