اروپايي مشران د بودیجې پر نوي تړون یوه خوله نه دي

د خپريدو وخت: 05:25 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

په اروپايي اتحادیه کې د شتمنو او بې وزله هېوادونو ترمنځ د بودیجې په تړاو د اختلاف له کبله موافقه وځنډېده.

د اروپايي ټولنې مشرانو په بروکسل کې د بوديجې يوه نوي تړون پر سر له سلا او موافقې پرته خپله سرمشريزه پای ته رسولې ده.

د اروپايي ټولنې ډېری مشرانو له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۲۰ کال پورې بوديجه کې د زياتوالي ملاتړ کړی، خو بريتانيا، جرمني او يو شمېر نورو د کمونو غوښتنه کوله.

د جرمني لومړۍ وزيرې انګېلا مېرکل د دغو بحثونو اروزنه کې د هيلو څرګندونه وکړه:

"باور کوم موږ ډېر ښه وو. دوه اړخيزو بحثونو، او ګروپي خبرو څرګنده کړه، چې د يوې موافقې لپاره پوره ځواک شته. زه باور لرم، دا د کار دوام لپاره يو ښه پيل دی. "

د برتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامیرون وويل ډېرې داسې کمونې وې، چې کېدی شوی، او دی لا بيا هم باور لری چې جوړجاړی شونی دی.

ده وويل اروپايي ټولنه په داسې وخت کې چې په کور دننه کمونې کېږي، بايد لګښتونه زيات نه کړي. د اروپايي ټولنې ډيپلوماتيکو سرچينو ويلي په دې اړه خبرې کېدی شي د راتلونکي ميلادي کال په لومړيو کې بيا پيل شي.

د اروپايي ټولنې مشر هیرمان وان رومبوی وویل، باوري دی، چې د راتلونکي کال په لومړیو کې به یې موافقې ته ورسېږي.

دغه څو ساعته خبرې اترې تر هغه وروسته ناکامې شوېو چې د اروپايي مشرانو ترمنځ د موافقې نښې نه لیدل کېدې.

"فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند وویل، سرمشریزه کې پرمختګونه وو: "رښتیا هم دایوه ستونزمنه مساله ده.""

په بروکسل کې د بي بي سي خبریال بیل موریس وايي، د اتحادیې د غړو هېوادونو ترمنځ وېشنې د اقتصادي بحرانونو پرمهال ډاګیزه شوې دي.

اروپايي مشران داسې مهال ناکامې خبرې کوي، چې څو ورځې مخکې د اروپايي اتحادیې د مالیې وزیران یونان ته د ژغورنې لپاره د پور پر ورکړې شرطونه وضع کړل.

ننګونې

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل وویل، چې د کامیرون له نظر سره موافقه ده، خو د بودیجې په تړاو د نورو اروپايي مشرانو نظر هم مني.

هغې وویل، داسې نښې شته، چې ګني راتلونکې ناسته کې به مشران اتفاق وکړي.

فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند وویل، سرمشریزه کې پرمختګونه وو: "رښتیا هم دایوه ستونزمنه مساله ده."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .