برازیل د فساد په تور چارواکي لیرې کړل

د خپريدو وخت: 05:45 گرینویچ - 25 نومبر 2012 - 05 لیندۍ 1391
روزیف

روزیف هغه تورن لیرې کړي، چې د فساد اوږدمهاله تورونه پرې لګول شوي.

د برازیل ولسمشرې دیلما روزیف پخپل حکومت ځینې چارواکي د فساد په قضیو کې د ښکېلتیا له کبله له دندو لیرې کړي دي.

د ولسمشرې په دې فرمان کې د برازیل د لوی ښار ساووپاولو د ریاست استازې روزماري دی نورنها او د لوی څارنوال مرستیال جوزېه ویبر اولاندا هم شامل دي.

دغه چارواکي اوس د فساد له ګڼو تورونو سره مخامخ دی، چې یو په کې له خپل واکه د ناوړه ګټې اخیستنې، بډو او جعلي سازۍ دي.

تورنو کسانو تر اوسه ددغو تورونو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د ولسمشرې دغه فرمان داسې مهال صادر شوی، چې د فسا د په ځینو لویو قضیو کې د چارواکو پرضد د زندان احکام هم اعلان شوي، چې دوی ورته "منسالاو" وايي.

په ساوپاولو کې د بي بي سي خبریال وايي، ددغې نوې افشاګرۍ په ډاګه کول وروسته تر هغه راغلي، چې یوه جګپوړي چارواکي مالي رشوت اخیستی او بیا پولیسو ته د پلټنې امر شوی دی.

پولیسو شپږ چارواکي له خپل واک څخه د ناوړه ګټې اخیستو او همدارنګه د پیسو په مقابل کې لویو سوداګرو ته د پروژو د ورکړې په تور نیولي دي.

په دې ډله کې دوه ورڼه هم دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .