جنسي اړیکې چینایی چارواکی له دندې لیرې کړ

د خپريدو وخت: 04:51 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391
لي جنګفو)

ښاغلی لی وروسته له هغه له دندې لرې کړی شو، چې د ځايي چارواکيو يوې پلټنې پايلو وښوده چې په انځورونو کې سړی په ريښتيا هم، دی و.

د چين جنوب لوېديځ کې د کمونست ګوند يو سيمه ييز چارواکی وروسته له هغه له دندې ګوښه کړی شوی چې داسې ښکارېده په يوه جنسي وېډيو راڅرګند شوی دی.

دغه وېډيو د بلاګ ليکونکيو له لوري رسوا شوې ده.

د کمپيوټر پردې انځورونه چې ادعا کېږي ګواکې د (لي جنګفو) له وېډيو نه دي، چې له خپلې معشوقې سره په کې جنسي عمل کوي، د تېرې سې شنبې/درنۍ پر ورځ خپاره شوي دي.

ښاغلی لی په چونګ چينګ ښار کې د کمونست ګوند له مشرانو دی، او د راپورونو له مخې يې ويلي چې دغه وېډيو جعلي ده.

دغه قضيه د بلاګ ليکونکيو زياتېدونکی اغېز په ګوته کوي، چې د سيمه ييزو چارواکيو کړه وړه څاري.

خبريالان وايي کمونست ګوند له واک نه د ناوړه ګټې پر سر د خلکو زياتېدونکې غوسې په ترڅ کې، د فساد او د چارواکيو ناغېړۍ پر وړاندې خپل ګامونه ګړندي کړي دي.

دا لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې دا وېډيو چا جوړه کړې، او څنګه رابرسېره شوې ده.

يو چينانی خبريال چې نوم يې (جي شو ګوانګ) ياد شوی، د وېډيو دغه انځورونه پر سې شنبې/دری نۍ پر ليکه کړي دي.

معشوقه

دی وايي دغه وېډيو په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوې، او په اڼخورونو کې يې سړی ښاغلی لی ښوولی، چې له ۱۸ کلنې "معشوقې" سره "نامناسبې جنسي اړيکې" ټينګوي.

ښاغلی لی وروسته له هغه له دندې لرې کړی شو، چې د ځايي چارواکيو يوې پلټنې پايلو وښوده چې په انځورونو کې سړی په ريښتيا هم، دی و.

د جمعې په ورځ يوې اعلاميه کې ويل شوي، د ښاغلي لی په اړه نوره پلټنه به هم ترسره کېږي.

له دندې لرې کولو دغه ګام پر (ويبو weibo) وېبپاڼه، چې د ټويټر په کچه د چين وړوکي بلاګونې وېبپاڼه ده، تر ټولو زياته مشهوره موضوع وه. په تېر سپتمبر کې د چين شانشي ولايت خوندي کولو چارو يو چارواکی روسته له هغه له دندې لری کړی شو، چې د يو بس مرګوني ټکر پېښې په ځای کې يې د موسکا انځورونه پر ليکه شول.

غوسه وروسته له هغه زياته شوه، چې چينايي انټرنېټ کاروونکيو د ده داسې انځورونه وموندل چې ګرانبيه ساعتونه يې پر لاس وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .