نایجریا کې ځانمرګو بریدونو ۱۱ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 05:27 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

بوکو حرام سخت دریځه اسلامپاله ډله د مسیحیانو په نښه کولو تورنه ده.

په نایجریا کې چارواکي وايي ځانمر ګو برید کوونکو په شمالي ښار کادونا کې په یوې پوځې اډې کې د ننه پر کلیسا کې بریدونه وکړل، ۱۱ کسان یې ووژل او ۳۰ نور یې ټپیان کړل.

د پوځ یوه ویاند بي بي سي ته وویل دوه موټر پوځي اډې ته وروستل شول او په حیرانوونکي ډول بریدونه وشول.

دا څرګنده شوې نه ده چې بریدونه چا کړي خو پوځ یې پړه پر بوکو حرام ډلې اچولې، چې په دې وروستیو کې یې پر نورو کلیساوو هم بریدونه کړي دي.

د تېرې ورځې بریدونه نېغ په نېغه پر پوځ شوی ځکه نو پوځي ویاند له بي بي سي سره په خبرو کې د شرم خبره وبلله.

پوځ وايي لومړي برید هغه مهال وشو چې یو بس موټر پوځي اډې ته وروستل شو او د کلیسا له دېوال سره ټکر کړای شو.

دویمه د موټر بم چاودنه وه چې له لومړني بریدنه نه لس دقیقې وروسته له کلیسا نه بهر وشوه.

پوځ وايي په لومړي برید کې چا ته زیان نه و اوښتي خو دویم برید راټولو شویو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.

تر دې مخکې د جون په میاشت کې هم په کادونا کې بمې بریدونو ۵۰ کسان ووژل.

په نایجریا کې د بوکو حرام ډله د حکومت د نسکورولو او شرعي نظام د ټینګولو لپاره مبارزه کوي.

د تېرې جمعې په ورځ د نایجریا پوځ هغه چا ته چې په مرسته یې د بوکو حرام ډلې مشر ابو بکر شیکاو له منځه ولاړ شي د ۳ دلکه (۱۷ زرو ډالرو) د انعام ورکولو اعلان وکړ.

هغه چا ته هم د څه باندې ۶۰ زرو ډالرو د ورکولو اعلان شوی چې په مرسته یې د بوکو حرام ډلې نور مشران ووژل شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .