"همدا اوس د فلسطیني ستونزې د حل وخت دی"

د خپريدو وخت: 06:13 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

د ولیم هیګ په خبره موږ کولای شو ووایو، چې د غزې له ځورونکي بحران وروسته تر څه حده حالات ښه شوي دي، خو په دې شرط، چې غزې د تګ راتګ لار پرانېستل شي او په سیمه کې دوسلو د قاچاق مخنیوی وشي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ولیم هیګ وايي امریکا باید د فلسطین او اسراییلو تر منځ د ستونزې د هواري لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

د نوموړي په خبره د منځني ختیځ د ستونزې د حل لپاره د جدي هڅو کولو وخت را رسېدلی دی.

د بي بي سي په یوه خپرونه کې د خبرو پر مهال ښاغلي هیګ وویل، چې امریکا له اسراییلو سره خاص اړیکي لري، چې بل هیڅ یو هېواد یې نه لري او دې اصل ته په پام سره باید اوس، چې ټاکنې ترسره شوې دي، امریکا د دې مسالې په حل کې رهبري وکړي.

دی وایي، د مسالې په حل کې عربي هېوادونه او اروپايي اتحادیه هم مهم رول لري او د هغوی هڅه او هاند هم ضروري دي. د نوموړي په خبره دا شاید د فلسطین او اسراییلو د خپل منځي ستونزې د هواري لپاره د دوو هېوادونو د شتون د فارمولې پلي کولو وروستی فرصت دی.

د ولیم هیګ په خبره موږ کولای شو ووایو، چې د غزې له ځورونکي بحران وروسته یتر څه حده حالات ښه شوي دي، خو په دې شرط، چې غزې ته د تګ راتګ لار پرانېستل شي او په سیمه کې د وسلو د قاچاق مخنیوی وشي.

بل لور ته په پام کې ده، چې د فلسطیني ادارې ولسمشر محمود عباس له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړي، چې فلسطین ته باید د دې ادارې له غړیتوب پرته د مبصر حیثیت ورکولو ملاتړ وکړي.

اسراییل فلسطین ته د داسې حیثیت ورکولو مخالفت کوي او وايي، چې دغه کار په ۱۹۹۳ کې د رامنځ ته شوې اوسولو هوکړې ضد دی.

محمود عباس به د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو مرکز ته سفر وکړي. د فلسطین له خوا د ملګرو ملتونو د غړیتوب هڅه هغه مهال نابریالۍ شوه، چې د امریکا متحده ایالاتو یې دغه غوښتنه ویټو کړه.

اوس اړینه ده، چې د نوې غوښتنې لپاره د امنیت شورا تایید تر لاسه شي.

امریکا او یو شمېر لوېدېځو هېوادونو پر ښاغلي عباس فشار اچولی و، چې د ملګرو ملتونو د غړیتوب له تر لاسه کولو تېر شي. خو د فلسطیني مشر په خبره دی باوري دی، چې په دې لړ کې به د نړیوالي ټولني ملاتړ تر لاسه کړي.

د مبصر په توګه به له حیثیت تر لاسه کولو وروسته فلسطین مهمو ادارو ته لاسرسی ولري، چې په دې ادارو کې د هاګ نړیواله محکمه هم شامله ده.

د اسراییلو او فلسطین تر منځ تېره اوونۍ اوور بند رامنځ ته شو. په غزه کې د حماس او اسراییلو تر منځ په اته ورځنۍ جګړه کې نژدې ۱۵۸ فلسطینیان او شپږ اسراییلیان ووژل شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .