د مصري اساسي قانون مسودې لومړۍ برخه ومنل شوه

د خپريدو وخت: 05:21 گرینویچ - جمعه 30 نومبر 2012 - 10 لیندۍ 1391

لېبرالانو د اساسي قانون جوړولو له جرګې سره شلون کړی، نو هر څه نژدې له مخالفت پرته تېرېږي.

په مصر کې بنسټيزه جرګه چې د دغه هېواد نوی اساسي قانون ليکي، د اساسي قانون مسودې لومړۍ برخه منلې، چې شريعت يا اسلامي قانون يې د اساسي قانون د سرچينې په توګه هم په کې پرې ايښی دی.

د اساسي قانون پر مسوده رايه ورکونه وروسته له هغه پيل شوه، چې دستوري يا د اساسي قانون محکمې وويل د يکشنبې پر ورځ به حکم کوي چې دغه جرګه منحل کړي که څنګه.

د مصر قضا له ولسمشر محمد مرسي سره وروسته له هغه په ټکر کې شوه، چې ده خپل ځان ته نوې پراخې واګې ځانګړې کړې.

ښاغلي مرسي د واګو پراخونې له خپل فرمان دفاع کړې خو ويلي يې دي چې څومره چې امکان ولري، د لنډ وخت لپاره به وي. اوس کېدی شي نوی اساسي قانون د ټولپوښتنې لپاره وړاندې شي.

له قاهرې نه د بي بي سي خبريال جان لاين په خپل راپور کې وايي د اساسي قانون جرګې له مياشتو بحثونو وروسته په ناڅاپي ډول د نوي اساسي قانون مسودې بشپړونې ته په بيړه مخه کړه.

شریعت

تر ټولو زياته ناندريزه مساله د شریعت يا اسلامي قانون رول دی، په قانون کې د دې بیخې يادونې متن د تېر قانون په څېر دی چې وايي د اسلامي قانون بنسټونه د مصر د قانون سرچينه جوړوي.

"ولسمشر مرسي ويلي فرمان به يې کومې ديکتاتورۍ ته لار هواره نه کړي، او کله چې نوی اساسي قانون د ټولپوښتنې له لارې ومنل شي دی به له خپلو نويو واګو لاس اخلي. "

خو د کورنيو ارزښتونو دودونې او پياوړي کولو په څېر په اساسي قانون کې نورې داسې برخې شته چې ليبرالان يا ازادۍ پالان يې په اړه وېره لري ګنې د بيا ازادۍ تنګولو لپاره کاورل کېدی شي.

لېبرالان او د اساسي قانون مسودې نور مخالفان د دغه واقعيت په اړه هم ناخوښه دی، ګواکې داسې يوه ماده نه شته چې د ښځينه او نارينه ترمنځ برابري په ګوته کوي.

لېبرالانو د اساسي قانون جوړولو له جرګې سره شلون کړی، نو هر څه نژدې له مخالفت پرته تېرېږي.

ولسمشر مرسي ويلي فرمان به يې کومې ديکتاتورۍ ته لار هواره نه کړي، او کله چې نوی اساسي قانون د ټولپوښتنې له لارې ومنل شي، دی به له خپلو نويو واګو لاس اخلي.

خو دا خبرې داسې نه برېښي چې مخالفان دې قانع کړی شي چې نن جمعه د نويو لويو لاريونونو پلان لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .