سوریه: ددمشق نړیوال ډګر ته څېرمه ''سختې نښتې'' شوې

د خپريدو وخت: 05:14 گرینویچ - جمعه 30 نومبر 2012 - 10 لیندۍ 1391

د سوريې ۲۰ مياشتنۍ شخړې اوږدو کې د ولسمشر اسد ځواکونه په عمومي ډول توانېدلي چې په هوايي بريدونو سره خپل برلاسی وساتي.

له سوريې نه راپورونه وايي چې د دغه هېواد پلازمېنې دمشق هوايي ډګر ته غځېدلې لار په داسې حال کې تړل شوې چې په سيمه کې د سختو نښتو خبرونه ورکړل شوي، او له دمشق نه تلونکې او ورتلونکې الوتنې لغوه شوې دي.

په منځني ختيځ کې د بي بي سي خبريالان وايي داسې ښکاري چې د سوريې حکومت د دمشق ختيځو برخو کې د ياغيانو ترولکې لاندې سيمو پر ضد د بې سابقې عملياتو تياری نيسي.

د دمشق نښتې په داسې وخت کې کېږي چې په دغه هېواد کې انټرنېټ او ټليفوني خدمتونه درېدلې دي.

د سوريې حکومت له دې مخکې هم د سترو عملياتو پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی بند کړی، خو خبريالان وايي د هېواد په کچه بندېدا بې سابقې ده.

د سوريې د اطلاعاتو وزير عمران الزعبي پر هغه چا چې ده ترهګرې ډلې وبللې، تور لګولی ګنې د انټرنېټ کېبلونو په الوزولو سره د دغې بندېدا لامل شوي دي.

له ترکيې نه د بي بي سي خبريال جېمز رېنولډز په خپل راپور کې وايي په وروستيو ورځو کې د سوريې مخالفو وسله والو لاسته راوړنې لرلې چې مهمې بلل کېدی شي.

دی وايي د دمشق نړيوال هوايي ډګر ته غځېدلی سړک د بشار الاسد کورنۍ لپاره ځانګړی ارزښت لري.

"داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د سوريې مخالفو وسله د اوږې الوتک ضد توغندي ترلاسه کړي. "

په ۱۹۹۴ کال کې د ولسمشر مشر ورور باسل پر همدغه سړک د ټکر پېښه کې ووژل شو.

د باسل مرګ بشار دې ته اړ کړ چې د سترګو ډاکټرۍ دنده پرېږدي او د خپل پلار دندې ميراث ته د خپل ورور ځای ونيسي.

اوس نژدې ۱۹ کلونه ورسته دغه سړک يو ځل بيا د اسد کورنۍ برخليک کې رول لوبوي.

د سوريې ۲۰ مياشتنۍ شخړې اوږدو کې د ولسمشر اسد ځواکونه په عمومي ډول توانېدلي چې په هوايي بريدونو سره خپل برلاسی وساتي.

خو په نژدې ورخو کې پر د سوريې پر اسمان د حکومت کنټرول تر پوښتنې لاندې راغلی دی. تېره سې شنبه/دری نۍ د سوريې ياغيانو له حلب سره نژدې د يوې پوځي څرخۍ غورځولو اعلان وکړ.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د سوريې مخالفو وسله د اوږې الوتک ضد توغندي ترلاسه کړي.

دغه وسلې د شخړې توازن کې د بدلون رول ولوبوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .