اسراییل نیول شوو سیمو کې نوي مېشت ځایونه جوړوي

د خپريدو وخت: 04:19 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

فلسطيني ادارې ويلي تر هغه چې اسرائيلو د مېشت ځايونو جوړول نه وی درولي، د خبرو مېز ته به ستانه نه شي.

د اسرائيلو حکومت د لوېديځې غاړې پر نيول شوې مځکې د ۳ زره نويو کورونو او مېشت ځايونو جوړولو ته زرغونه اشاره ورکړې ده.

دا پرمختيا يوه ورځ وروسته له هغه راځي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطين حالت لوړونې په پلوۍ رايه ورکړه.

د ملګرو ملتونو دغه رايه ورکونه د دې معنا لري چې فلسطين به اوس د يوه نه غړي خو څارونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي.

يوه اسرائيلي چارواکي چې د نامه نه يادولو په شرط يې خبرې کړې، ويلي ځينې مېشت ځايونه به د بيت المقدس او معالي ادميم مېشت ځای ترمنځ جوړېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وېکټوريا نولاند وويل هېواد يې د مېشت ځايونو هر ډول پراختيا سره مخالفت کوي:

''موږ د مېشت ځايونو فعاليت او د ختيځ بيت المقدس ودانۍ جوړونې او اعلانونو په اړه پر خپل تلپاتې مخالفت ټينګار کوو. موږ پر دې هم باور کوو چې دغه کړه وړه عکسي پايلي لري او د مخامخ خبور پيلېدا او هم د دوو هېوادونو حلار ستونزمنوي. مخامخ خبرې بيا هم هغې موخې ته د رسېدو يوازينۍ لار ده چې فلسطينيانو او اسرائيليان دواړه يې په لټه کې دي. نو موږ به د هر ډول کړو وړو په اړه چې پارونکي وي او هر ډول کړووړو په اړه چې دغه دواړه اړخونو لپاره خبرو ته ستنېدا ستونزمنوي، په خپلو اندېښنو کې به پرې اوسو.''

فلسطيني ادارې ويلي تر هغه چې اسرائيلو د مېشت ځايونو جوړول نه وی درولي، د خبرو مېز ته به ستانه نه شي.

"له يو منفي سياسي دريځ پرته بل څه نه دي، چې سولې هلوځلو پر وړاندې خنډونه جوړوي"

مارک رېګېف

د يادونې وړ ده له هغه راهيسې چې په ۱۹۶۷ کال کې لوېديځه غاړه او ختيځ بيت المقدس نيول شوي، نيم مليون يهودان په څه د پاسه ۱۰۰ مېشت ځايونو کې اوسېږي.

دغه مېشت ځايونه د نړيوال قانون له مخې ناقانونه دي، خو اسرائيل دا خبره نه مني. کتونکي اوس د مېشت ځايونو جوړونې په اړه د اسرائيلي حکومت پرېکړه په م م کې د فلسطين په پلوۍ له رايې ورکونې سره تړي.

د اسرائيلي حکومت وياند مارک رېګېف ويلي د م م رايه ورکونه ''له يو منفي سياسي دريځ پرته بل څه نه دي، چې سولې هلوځلو پر وړاندې خنډونه جوړوي''.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د فلسطين دې وړانديز په ګټه چې د (نه غړي څارونکي جوړښت) نه د (نه غړي څارونکي هېواد) ته يې حالت لوړ شي، د ۹ په مقابل کې په ۱۳۸ رايه ورکړه، او ۴۱ له رايې ورکونې ډډه وکړه.

فلسطينينيان اوس کولی شي د م م څېړنو کې ګډون وکړي او جرمونو نړيوالې محکمې سره يو ځای شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .