نېسلې چینايي درمل جوړولو کې پانګونه کوي

د خپريدو وخت: 10:28 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

په دا وروستیو کلونو کې د دودیزو چینايي درملو بازار یو ځل بیا تود شوی.

نېسلې شرکت له لیکاشینګ شرکت سره د چینايي درملو جوړولو هوکړه کړې. په دا وروستیو کلونو کې د دودیزو چینايي درملو بازار یو ځل بیا تود شوی.

بل لور ته نړۍ کې تر ټولو لوی غذايي شرکت نېسلې هوکړه کړې، چې د دودیزو چینايي درملو په وسیله د درملنې کار ته وده ورکړي.

نېسلې به په دې لړ کې د هانګ کانګ له یوه شرکت (هاچیسن چاینا میډیټیک) سره ګډ کار پیل کړي.

دغه شرکت د هانګ کانګ د ملیاردر لیکا شینګ له لوري اداره کېږي

د دغې معاملې په وسیله به نېسلې وتوانیږي، داسې ۵۰۰۰۰ نیګټرونو ( زبده یات) ته لاسرسي ومومي، چې د چینايي درملو په جوړولو کې ورڅخه کار اخېستل کېږي.

"یوازې چین کې د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د ۴۸ ملیارده ډالرو په ارزښت دغه ډول درمل تولید شول، چې له هغه نه د مخکني کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالي ښيي."

دغه راکړه ورکړه داسې مهال کېږي، چې د چینايي درملو بازار په ټوله نړۍ کې مخ پر وده دی. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا دغه پروژه ۸۳ ملیارده امریکايي ډالره ارزښت لري.

یوازې چین کې د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د ۴۸ ملیارده ډالرو په ارزښت دغه ډول درمل تولید شول، چې له هغه نه د مخکني کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالي ښيي.

فنانشل ټایمز ورځپاڼه او بلومبرګ خبري اژانس د نېسلې شرکت د روغتیايي ساینس د برخې مشر لویس سانتاریل له قوله وايي، چې " موږ په دې باور یو، چې دودیز چینايي درمل د روغتیايي ستونزو د هواري په برخه کې د نوي حل په توګه د مطرح کېدو وړتیا لري."

دغې ګډې پانګونې ته د غذايي ساینس ملګري (این اس پي) نوم ورکړل شوی، چې د غذايي موادو او درملو د جوړولو لپاره به ګډ کار کوي. نېسلې شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی به په ګډه په لومړي سر کې ډېر پام د معدې او کولمو د ناروغیولپاره د درملو جوړولو ته واړوي.

خو ویل کېږي چې راتلونکي کې به شاید د میتابولیزم ناروغیو او دماغي روغتیا اړوند مسالو ته هم توجه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .