جاپان کې تونل ونړېد، ګاډي په کې دننه اېسار دي

د خپريدو وخت: 11:22 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

د جاپاني ترافیکو یوه چارواکي اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې سرنګ کې د اور لګېدو له امله د وژل شویو کسانو جسدونه سوځیدلي دي.

جاپان کې دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویلي، چې د دغه هېواد له نورور برخو سره د پلازمېنې توکیو نښلونکي سړک په اوږدو کې جوړ شوی تونل نړېدلې، چې له کبله یې یو شمېر ګاډي په تونل کې دننه اېسار شوي دي.

دغه پېښه له پلازمېنې توکیو څخه اتیا کیلومتره لېرې، په لوېدیځ کې له ځايي وخت سره سم سهار اته بجې رامنځ ته شوه.

د جاپان دولتي رسنیو ویلي، چې د تونل له نړېدو وروسته اووه کسان بې درکه دي.

د جاپاني ترافیکو یوه چارواکي اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې سرنګ کې د اور لګېدو له امله د وژل شویو کسانو جسدونه سوځیدلي دي، خو دغه چارواکي د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

"له تونل څخه ژوندۍ راوتلې ښځې ویلي، چې په ګاډي کې ورسره نور پنځه کسان هم موجود وو. دې وویل، نه پوهیږم، نور کسانو سره څه وشول، ماته دا هم نه ده معلومه، چې زموږ مخې ته او وروسته نور څومره ګاډي موجود وو."

ده دا هم وویل، چې له سرنګ څخه له راوتلو وروسته یوه ښځه روغتون ته لېږدول شوې ده.

دې ښځې ویلي، چې په ګاډي کې ورسره نور پنځه کسان هم موجود وو. دې وویل، نه پوهیږم، نور کسانو سره څه وشول، ماته دا هم نه ده معلومه، چې زموږ مخې ته او وروسته نور څومره ګاډي موجود وو.

د این ایچ کې یوه استازي، چې په دغه لار یې سفر کاوه، وویل، د تونل نړېدو له امله یو شمېر ګاډي په کې دننه اېسار شول او اور ولګېد.

د نوموړي په خبره د ده ګاډي ته هم زیان واوښت.

تونل کې دننه د نصب څارونکو کامرو په تصویرونو کې هم لېدل کېږي، چې د تونل یوه برخه، چې ۳۰ متره لوړه وه، ونړېده.

دغه تونل څلور اعشاریه درې کیلومتره اوږد دی او پلازمېنه توکیو له نور هېواد سره له نښلونکو لویو لارو څخه یوه ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .