پر لنډ ليکلو تيلیفوني پيغامونو SMS ٢٠ کاله واوښتل

د خپريدو وخت: 20:09 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

اېس اېم اېس د انگريزي د شارټ مسيج سرويس يا د لنډ پيغام اسانتيا مخفف توري دي.

دوه لسيزې وړاندې د دسمبر په دريمه نېټه ساينسپوه نيل پاپورت خپل يوۀ همکار ته لنډ تيلیفوني پيغام وليکۀ چې د اېس اېم اېس په نامۀ ياد شو او د ډېرو په گومان يې د انسانانو ترمنځ تماس کې نوى انقلاب راوست.

پوره ٢٠ کاله وړاندې د ١٩٩٢ کال د دسمبر په دريمه نېټه ساينسپوه نيل پاپورت خپل يوۀ همکار ته د گرځنده يا موبايل تيلیفون له لارې وليکل: د عيسى ع کاليزه مو مبارک.

کاليزې ته لا ٢٢ ورځې پاتې وې خو نيت دا و چې د گرځنده تيلیفون له لارې په ليکلې بڼه د پيغام استولو چاره وازمويل شي، چې په بريالي ډول ترسره شوه.

د دغه ډول پيغام ليکلو ته د اېس اېم اېس مخفف يا لنډ توري وکارېدل.

اېس اېم اېس د انگريزي د شارټ مسيج سرويس يا د لنډ پيغام اسانتيا مخفف توري دي.

اېس اېم اېس ته ځينې د ټکست يا متن نوم ورکوي او په پښتو کې يې ځينې لنډ تيلیفوني ليکلى پيغام بولي.

لنډ ورته ځکه ويل شوى چې په هر پيغام کې عمومآ تر ١٦٠ ډېر توري نه وي.

د وخت په تېرېدا اېم اېم اېس يا ملټي ميډيا سرويس راغى چې د عکس، ويديو يا غږ پيغام هم ورسره مل دى.

په بله وينا د لنډ ليکلي تيلیفوني پيغام په ترڅ کې چاته عکس او يا ويديو هم مله کوي.

د لنډو تيلیفوني پيغامونو لېږل او ترلاسه کول اوس دومره عام شوي چې ښايي ډېر لږ انسانان دې ترې کار نه اخلي.

په ٢٠١٠ کال کې د نړۍ په لرو بر کې خلکو تر شپږ تريليونو ډېر اېس اېم اېسونه لېږلي وو.

په بله وينا په هره ثانيه کې څه کم ٢٠٠ زره اېس اېم اېسونه ليکل شوي او لېږل شوي وو.

دا پيغامونه وړيا نه دي

که څه هم ځينې د گرځنده تيلیفونونو شرکتونه د مشتريانو خپلولو ته د مياشتې يو شمېر وړيا اېس اېم اېسونه ورکوي خو د دې په سر هم د شرکتونو گټه خورا ډېره ده.

يوه شمېره ښيي چې په نړۍ کې د گرځنده تيلیفونونو شرکتونه د کال شاوخوا ٧٠ ميليارده ډالر يوازې د اېس اېم اېسونو له امله گټي.

شمېرې دا هم ښيي چې څلور اعشاريه دوه ميليارده انسانان اېس اېم اېسونه کاروي.

په ٢٠١٠ کال کې د نړۍ په لرو بر کې خلکو تر شپږ تريليونو ډېر اېس اېم اېسونه لېږلي وو.

د نړۍ ټول نفوس اوس اووه ميليارده دى.

اېس اېم اېسونو په دې شلو کلونو کې د انسانانو په ژوند، کار، تفريح، مينې او کرکې، لنډه دا چې هر څه کې لوى بدلون او انقلاب راوستى دى.

مشهور کسان د خپلو دغو پيغامونو له لاسه کړېدلي او ځورېدلي دي.

سياستوال د يوۀ پيغام له استولو وروسته پښېمانه شوي.

خو د رايه اچونکو د هڅولو له چارې رانيولې، د اعلان او ان خبر خپرولو لپاره هم اېس اېم اېسونه کارېدلي دي او لا کارېږي.

په افغانستان کې خلک د بي بي سي پښتو څانگې لنډ خبرونه د ورځې دوه ځلې د اېس اېم اېسونو له لارې ترلاسه کولى شي.

دغو پيغامونو نوې ليکلې ژبه هم زېږولې ده.

په ١٦٠ تورو کې د ډېرو خبرو د ځايولو په تمه خلاقو انسانانو داسې توري او نخښې پيدا کړي چې ځينې يې اوس په ډکشنريو کې منل شوي توري دي.

په انگريزي کې گڼ نوي مخفف توري د اېس اېم اېسونو له امله پيدا شول.

د سارې په توگه اېل او اېل (lol) د لافينگ اوټ لوډل يعنې په لوړ غږ خندا ان د اکسفورډ ډکشنري د يوۀ توري په توگه په خپلو نويو جلدونو کې خپور کړى دى.

او اېم جي (OMG) يا اوو ماى گاډ، يعنې اوه زما خدايه، ټي واى (TY) يعنې تنک يو يا مننه داسې توري دي چې د همدې اېس اېم اېسونو له امله اوس ډېر عام شوي او منل شوي دي.

په انگريزي کې عددونه هم د تورو په څېر کارېږي.

د سارې په توگه ١٤٣ د اى لاب يوو (I love you) يا زۀ له تا سره مينه کوم په مانا کارېږي.

دغه راز ٢ د ټو يا ( ته) په مانا کارېږي.

په پښتو کې لا تر ډېره د توريو د لنډولو چاره په اېس اېم اېسونو کې نه ده ليدل شوې.

ځينې وايي چې ٣ د جان لپاره په پښتو اېس اېم اېسونو کې کارېږي.

په پېښور کې ځينې خلک د ( چې) لپاره ٦ کاروي.

په اردو ژبه شپږو ته چه وايي او دا چې ډېر پښتانه هلته حساب هم په اردو کوي نو د ( چې) لپاره د ٦ عدد په همدې مطلب کاروي.

د مندرين چينايي ژبې توري خورا لوى دي هغوى د اېس اېم اېسونو لپاره عددونه ډېر کاروي خو که

څوک دقت ونه کړي نو د پښتنو خبره خپله خولۀ هم کلا ده هم بلا ده ترې جوړېږي.

په مندرين چينايي ژبه کې زۀ له تا سره مينه کوم په غوږ داسې لگېږي لکه ٥٢٠ عدد او ٧٤٨ عدد بيا داسې په غوږ لگېږي لکه څوک چې وايي ورک شه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .