ناټو ترکيه کې د پېټريېټ نصبول ومنل

د خپريدو وخت: 19:08 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391

راسموسن وويل وزيرانو د کيمياوي وسلو کارونې په اړه "په يوه خوله جدي اندېښنې په ډاګه کړه".

ناټو له سوريې سره د ترکيې پر پولو د پېټريېټ توغنديو ضد بېټريو پر ځای کونه منلې ده.

دغه ګام چې له اوږدې مودې يې تمه کېده، په بروکسل کې د ناټو بهرنيو چارو وزيررانو غونډې پر مهال په داسې وخت کې پورته شو، چې د سوريې له لوری د کيمياوي وسلو کارونې په اړه اندېښنې په زياتېدو دي.

د ناټو سرمنشي اندېرس فو راسموسن وويل وزيرانو د کيمياوي وسلو کارونې په اړه "په يوه خوله جدي اندېښنې په ډاګه کړې".

سوريې ويلي د خپلو خلکو پر ضد به هېڅکله هم دغه ډول وسلې ونه کاروي.

په بروکسل کې د ۲۸ غړيو دغه لوېديځ پوځي تړون د بهرنيو چارو وزيرانو دغه غونډه د ترکيې له غوښتنې وروسته کېږي چې د پولو په اوږدو کې يې د خپلو دفاعی لارو چارو پياوړتيا لپاره کړې وه.

ناټو په يوه اعلاميه کې ويلي "دوی د ترکيې هوايي دفاع پر پياوړونې سلا کړې، چې د ترکيې له خلکو او مځکې دفاع وکړي، او د دغه تړون د پولو اوږدو کې د کړکېچ کمونه کې ونډه واخلي".

تازه استخباراتی ارزونو دې ته اشاره کړې چې دمشق د بلسټېک توغنديو پر کارونې غور کوي، چې کېدی شي د کيمياوي وسلو سروکيو سره سمبال وي.

له غونډې وروسته ښاغلي راسموسن خبريالانو ته د خبرو پر مهال وويل د ناټو بهرنيو چارو وزيرانو د کيمياوي وسلو کارونې راپورونو په اړه "په يوه خوله جدي اندېښنې څرګندې کړې"، او ويې ويل: "دغه ډول هر عمل به په بشپړه توګه د نه منلو وي، او له نړيوال قانون به يوه روښانه سرغړونه وي."

ده توغنديو ضد پېټريېټ سيستم پر ځای کولو په اړه نور تفصيل ورنه کړ، خو ويې ويل دا به د هر ډول توغنديز بريد پر وړاندې، که کيمياوي وسلې لېږدوي او که نه، د ترکيې ساتنې فعاليت ډاډمن کړي.

د ناټو چارواکيو دا روښانه کړې چې دغه ډول ګام به په رڼه ډول دفاعي وي.

د ياغيانو لاسته راوړنې

د بي بي سي ډيپلوماټيکو چارو خبريال جېمز روبينز وايي د ناټو دغه ګام له ترکيې سره د يوالي څرګندونه، او د سوريې ولسمشر بشار الاسد ته يو اشاره ده چې بايد د خپلو خلکو پر وړاندې جګړه د سوريې له پولو وړاندې ونه غځوي.

مخالفو جنګياليو د راپورونو له مخې په تېره نژدې موده کې ډراماټيکې لاسته راوړنې لرلې

باور کېږي چې سوريه د خپلې خاورې لسګونو ځايو کې د اووريو غاز او سارين په ګډون چې د اعصابو يوه زهرجنه ماده ده، کيمياوي وسلې لري.

سي ای اې ويلي دغه وسلې د الوتکو، بلسټېک توغنديو او توپچي له لارې کارول کېدی شي.

ولسمشر اوباما د سوريې ولسمشر بشار الاسد ته خبرداری ورکړی که يې د خپلو خلکو پر وړاندې کيمياوي وسلې وکارولې له "پايلو" سره به يې مخامخ کېږي.

ښاغلي اوباما په واشنګټن کې په ملي دفاع پوهنتون کې د وينا پر مهال وويل "نړۍ ګوري. د کيمياوو وسلو کارونه اوس هم او په راتلونکي هم د نه منلو ده".

د ناټو يوې ډلې د پېټريېټ توغنديو ضد بېټريو پر ځای کولو لپاره له وړاندې ترکيه کې له يو شمېر ځايونو ليدنه کړې، چې د سوريې هر ډول توغنديو يا جنګي الوتکو غورځولو لپاره چې له پولو وراوړي، کارول کېدی شي.

فعالان وايي له هغه راهيسې چې د ۲۰۱۱ کال مارچ کې د ولسمشر اسد پر وړاندې پاڅون پيل شوی څه د پاسه ۴۰ زره خلک وژل شوي دي.

په سلګونو زره نور خلک له دغه هېواد وتلی او ۲،۵ مليونه نور په کور دننه له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي.

د سوريې حکومت مخالفو جنګياليو د راپورونو له مخې په تېره نژدې موده کې ډراماټيکې لاسته راوړنې لرلې، او د حکومت د هاوانونو يو شمېر مرمۍ چې له پولې سره نژدې يې د ياغيانو ځايونه موخه وو، له ترکيې سره يې ۹۰۰ کيلو متره پولې پورې غاړه پرېوتې دي.

که څه هم د عربي ټولنې مشر نبيل العربي د دوشنبې پر ورځ د فرانسې خبرې اژانس ته ويلي چې د سوريې حکومت "هر وخت" پرځېدی شي، خو لا تر اوسه پر پلازمېنه دمشق، د دوهم لوی ښار حلب پر ځينو برخو او نورو مرکزونو ولکه لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .