'د اسد له خوا د کیمیاوي وسلو کارول د منلو نه دي'

د خپريدو وخت: 05:18 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391
اوباما

اوباما ویلي، چې د سوري وګړو او ټلوالې هر راز قانوني ملاتړ به کوي.

ولسمشر بارک اوباما نېغ په نېغه د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته خبرداری ورکړ، چې د پاڅون کوونکو پرضد په جګړه کې د کیمیاوي وسلو کارول به په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.

هغه وویل که سوریه د خپلو خلکو پرضد کیمیاوي وسلې وکاروي، نو له یو لړ پایلو سره به مخامخه شي:

"زه نن غواړم اسد او د هغه تر قومندې لاندې نورو کسانو ته په بشپړه توګه روښانه کړم، چې نړۍ تاسو ویني. د کیمیاوي وسلو کارول به په بشپړه توګه د منلو وړ نه وي او که تاسو د کیمیاوي وسلو د کارولو تراژیدي تېروتنه وکړﺉ، نو له یو لړ پایلو سره به مخامخ شئ او پوښتنه به یې له تاسو وشي."

امریکايي چارواکي وايي په وروستیو ورځو کې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د لېږدولو نښې نښانې لیدل شوې دي.

په همدې حال کې سوریې یو ځل بیا د خپلو خلکو پرضد د کیمیاوي وسلو د کارولو خبره او احتمال رد کړی دی.

اوباما بشارالاسد ته دا هم ویلي، چې: "که چېرې تاسو لویه تېروتنه [د کیمیاوي وسلو کارول] وکړﺉ، بدې پایلې به ولري او له تاسو به ارومرو حساب وشي. موږ باید د شلمې پېړۍ د تورو تیارو تجربې تکرار نه کړ، چې د اتومي وسلو کارولو نړۍ توره تیاره کړې وه."

ده دا هم ویلي چې له سوري وګړو سره به موږ خپل قانوني ملاتړ ته دوام ورکړو، د ټلوالې لاسنیوی به وکړو او هر ډول انساني مرسته به ورسره وکړو، او د اسد له نظام څخه به د سوریې د خلاصون او ژغورنې ګډې هلې ځلې وکړو."

امریکايي چارواکو دې ته هم اشاره کړې ده، چې په دې وروستیو ورځو کې د حکومت له لوري د کیمیاوي وسلو کارول ډېر شوي دي.

د سوریې کیمیاوي وسلې

  • سي ای اې باور لري، چې سوریې له "څو کالو راهیسې د کیمیاوي وسلو پروګرام پیل کړی دی، چې په دې کې د الوتکو په مټ د بالاستیک توغندیو او جنګي توغندیو لېږد روان دی"
  • سي ای اې دا هم وايي، چې سوریې د د VX غاز په څېر، د زهرجنو غازو د پراختیا هڅې لا له وړاندې پیل کړې دي
  • د ترکیې، عرب هېوادونو، او لوېديځو استخباراتو په حواله، سوریې د نژدې ۱۰۰۰ ټنو په اندازه کیمیاوي وسلې په ۵۰ ښارونو کې زېرمه کړې دي
  • سوریې د کیمیاوي وسلو د بندیز تړون نه دی لاسلیک کړی او نه یې هم د بیولوژیکي او تکسیني وسلو تړون منلی دی.

سرچینه: CSIS, RUSI

وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن سوریې ته خبرداری ورکړی و، چې د خپل ولس پرضد د کیمیاوي وسلو له کارونګ لاس واخلي او د سوري نظام له لوري یې دا کار د واشنګټن لپاره "سره کرښه" بللی و.

کلنتڼ د چیک جمهوریت مرکز پراګ ته د سفر پرمهال ویلي وو چې "که چېرې د خپل ولس پرضد د اسد د نظام له لوري د کیمیاوي وسلو د کارولو چاره ثبوت ته ورسېږي، له شک پرته موږ به هم خپل لازم اجرات وکړو."

وړاندې دمشق د ولس پرضد د کیمیاوي وسلو د کارولو انکار کړی و.

د سوریې حکومتي خبري اژانس (سانا) د بهرنیو چارو د وزارت له سرچینې ویلي وو، چې "د سوریې له خوا د ولس پرضد د کیمیاوي وسلو د کارولو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن د څرګندونو په غبرګون کې، سوریې په وار-وار ټینګار کړی، چې هېڅکله دا ډول وسلې نه کاروي."

خو څو ورځې وړاندې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو له کبله د ۱۱ سوري ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

د ملګرو ملتونو وتل

د ملګرو ملتونو یوې خبري سرچینې (ارین) ویلي، چې روانه اوونۍ له سوریې څخه د ملګرو ملتونو له ۱۰۰ کارکوونکو څخه نژدې ۲۵ نړیوال کارکوونکي وتونکي دي.

ملګرو ملتونو له سوریې څخه، په تېره بیا په دمشق کې د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا په ډېرېدا سره د خپلو "ټولو غیر اساسي کارکوونکو د ایستلو" هوډ کړی دی.

د ملګرو ملتونو یوې خبري سرچینې (ارین) ویلي، چې روانه اوونۍ له سوریې څخه د ملګرو ملتونو له ۱۰۰ کارکوونکو څخه نژدې ۲۵ نړیوال کارکوونکي وتونکي دي.

د دمشق بهر ټولې مدني الوتنې په موقت ډول درول شوې دي، او لامل یې هم د ملګرو ملتونو له لوري د لانور خطر وړاندوېینه په ګوته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په سوریه کې د بشارالاسد پرضد د تېر ۲۰۱۱ مارچ میاشتې د پاڅون له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو اته کارکوونکي وژل شوي دي.

همداشان، د سوریې د سرې میاشتې ۱۸ رضاکاران هم وژل شوي.

او د پاڅون له پیل راهیسې، په سوري کړکېچ کې تر ۳۹ زرو ډېر کسان وژل شوي، زرګونه نیول شوي او میلیونونه خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .