ګارډين: بريتانوي ځواکونه د ۴ افغان زلميانو پر وژنه تورن شوي

د خپريدو وخت: 20:43 گرینویچ - چارشنبه 05 ډسمبر 2012 - 15 لیندۍ 1391

د بريتانيا ګارډيان ورځپاڼې د ۴ تنه افغان زلميانو د مرګ په اړه يوه ليکنه خپره کړې چې په وينا يې بريتانوي ځواکونه يې په وژنه تورن شوي دي.

ګارډين ليکلي د بريتانيا د دفاع له وزير فيليپ هامونډ غوښتنه شوې د هغو ادعاوو په اړه پلټنه پيل کړي چې وايي د بريتانوي ځواکونو په مشرۍ د اورپکۍ ضد عملياتو پر مهال يو دوولس کلن هلک او ۳ تنه نور زلميان په داسې حال کې په ډزو وژل شوي چې چای يې څښه.

قانوني وکيلان چې د دوو قربانيانو د ورور استازيتوب کوي ښاغلي هامونډ ته ليکلي چې دغه پېښه د تېر اوکتوبر پر ۱۸ مه د هلمند ناد علي په لوی باغ کلي کې شوې ده.

د هغو څرګندونو له مخې چې د قربانيانو د کورنيو نورو غړيو او شاهدانو له خوا شوې، ويل شوي په دغو عملياتو کې افغان او بريتانوي ځواکونه ښکېل وو، خو ويل شوي دا بريتانوي ځواکونه وو چې د دغو عملياتو مشري يې کوله، چې کېدی شي ځانګړي ځواکونه وي.

د بريتانيا د دفاع وزير ته په ليک کې ليکل شوي "موږ دا منو چې ټول قربانيان د خپل مرګ پر مهال د بريتانوي ځواکونو تر کنټرول او واک لاندې وو."

په ليک کې زياته شوې "دغه ۴ واړه هلکان داسې ښکاري چې له نژدې واټنه د بريتانوي ځواکونو له لوري په نښه شوی وي. ټول د استوګنې يوه داسې سيمه کې وژل شوي، چې بريتانوي ځواکونو پرې تر اړينې کچې کنټرول او واک درلود."

"د بريتانيا د دفاع له وزير فيليپ هامونډ غوښتنه شوې د هغو ادعاوو په اړه پلټنه پيل کړي چې وايي د بريتانوي ځواکونو په مشرۍ د اورپکۍ ضد عملياتو پر مهال يو دولس کلن هلک او ۳ تنه نور زلميان په داسې حال کې په ډزو وژل شوي چې چای يې څښه"

د وژل شويو هلکانو عمرونه۱۲، ۱۴، ۱۶ او ۱۸ کلونه ښوول شوي دي.

په افغانستان کې د امنيت مرستندويه نړيوالو ځواکونو (ايساف) په چوکاټ کې د بريتانيا ډېری ګډونوال ځواکونه په هلمند کې مېشت دي، چې په دغه کلي کې يې پر يادې شوې نېټې د عملياتو پخلی کړی دی.

د دغې پېښې خبر په افغان رسنيو کې ورکړل شوی و.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړيوالو ځواکونو يو ويانداډم وجاک د اوکتوبر ۱۸ مې ناد علي دغو عملياتو پخلی کړی چې "د افغان او ائتلافي ځواکونو ګډ عمليات" وو.

ده ويلي په پايله کې يې "د نښتو پر مهال ۴ تنه طالب غليمان ووژل شول".

دا يوه داسې ادعا ده چې د قربانيانو د خپلوانو له لوری رد شوې ده.

د بريتانيا دفاع وزارت يو وياند ويلي "وزارت يې د سې شنبې پر ورځ د يو افغان وګړي په استازيتوب د وکيلانو يوې بريتانوۍ ټولنې له خوا د دغو ادعاوو په اړه جزئيات ترلاسه کړي، او له کوم ځواب مخکې به بشپړ غور پرې کېږي".

د بريتانيا د دفاع وزارت ويلي د افغان ملکي ولس ساتنه په افغانستان کې د ايساف پوځې سټراټيژۍ مرکزي برخه ده، او د اورپکيو پر خلاف ايساف او بريتانوي ځواکونه د جګړې پر مهال د ملکيانو ساتنې ته تر هرڅه لوړ لومړيتوب ورکوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .