فلپین کې د توپان قربانیانو شمېر تر ۳۰۰ ډېر شو

د خپريدو وخت: 09:23 گرینویچ - چارشنبه 05 ډسمبر 2012 - 15 لیندۍ 1391

ځايي چارواکي وايي لږ تر لږه د ۳۲۵ کسانو وژل کېدل تایيد شوي دي.

فلپین کې چارواکي وايي، د دغه هېواد په حنوبي سیمه کې د سمندري توپان له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي لږ تر لږه د ۳۲۵ کسانو وژل کېدل تایيد شوي دي.

د فلپیني چارواکو په خبره د بوفا توپان او سیلابونو له امله د دغه هېواد په ۸ ایالتونو کې د سر او مال زیانونه اوښتي، خو تر ټولو ډېر کسان په ختیځ منداناو ایالت کې وژل شوي دي.

د بوفا نومي توپان په پایله کې له ګڼ باران سره سره په یوه ساعت کې د ۲۱۰ کیلومتره په کچه توپان هم مل و.

د توپان له امله تر ۴۰ زره زیات کسان خوندې ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د منداناو ځايي چارواکو بي بي سي ته وویل، چې یوازې د کومپستلا په دره کې د ۱۵۶ کسانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د مرستندویه ادارو کارکونکي زیانمنو شویو سیمو ته رسېدلي دي، خو ویل کېږي، چې د خراب موسم له امله لا هم یو شمېر داسې سیمې شته، چې دغه کارکونکي نه دي ور رسېدلي.

د بادونو له کبله، د برېښنا مزي تر ډېرو لیرو سیمو پورې غوڅ شوي، د لېږد رالېږد سیستم ګډوډ شوی او په ځینو ځایونو کې خو ان د ځمکې ښویېدو وېره هم شته.

"شاید سږنی توپان هېواد ډېر وځپي. خو که له یو بل سره مرسته وکړو، شاید لږ مرګ ژوبله واړوي."

بینینو اکینو

د فلپین ولسمشر بینینو اکینو په تېره دوشنبې خپلو هېوادوالو ته وویل، چې له بوفا توپانه خبر اوسي.

هغه ویلي وو چې "شاید سږنی توپان هېواد ډېر وځپي. خو که له یو بل سره مرسته وکړو، شاید لږ مرګ ژوبله واړوي."

د ختیځ منداناو سیمې په انداپ نومي کلي کې د توپان له امله راغلي سیلاب ۴۳ کسان وژلي دي.

فلپین کې یو کال مخکې د واشي نومي توپان له امله نژدې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي وو.

ځايي چارواکي وايي ډېر کسان د ډوبېدو او یا د ونو غورځېدو له امله وژل شوي دي او د مړینې د کچې زیاتېدو وېره ده.

د دغه هېواد امنیتي چارواکو ویلي، په یوه پوځي مرکز کې د سیلاب ننوتو له امله یو شمېر پوځي او ملکي کسان وژل شوي دي.

فلپین هر کال د نژدې شلو توپانونو شاهد وي، چې زیاتره یې د جولای او اکتوبر میاشتو ترمنځ په باراني موسمونو کې پیلېږي. بوفا توپان په سږ کال کې شپاړسم توپان دی.

هوا پېژندونکي وايي اوس دغه توپان د فلپین سویلي او مرکزي برخو ته د حرکت په حال کې دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .