اوباما د مصر د ''بې شرطه'' خبرو هرکلی وکړ

د خپريدو وخت: 06:07 گرینویچ - جمعه 07 ډسمبر 2012 - 17 لیندۍ 1391
اوباما

اوباما ویلي چې ''په مصر کې ټول سیاسي مشران باید خپلو ملاتړ ته په ډاګه کړي، چې تاوتریخوالی د منلو نه دی.''

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له مصري ولسمشر محمد مرسي سره په تیلیفوني خبرو کې پر روانو کړکېچ اندېښنه وښوده، چې په لړ کې یې لږترلږه شپږ مظاهره کوونکي ووژل شول.

نوموړي له هېڅ مخکني شرط پرته له مخالفو مشرانو سره د محمد مرسي د خبرو د وړاندیز هرکلی وکړ.

اوباما ویلي چې ''په مصر کې ټول سیاسي مشران باید خپلو ملاتړو ته په ډاګه کړي، چې تاوتریخوالی د منلو نه دی.''

د مصر ولسمشر محمد مرسي د جمعې په ورځ پر راتلونکې شنبې ورځې (دسمبر ۸) د اساسي قانون په اړه او د سیاسي بحران د ختمېدو لپاره سیاسي مخالفین خبرو ته راوبلل.

خو په مصر کې د جمعې په ورځ د پراخو مظاهرو بلنه ورکړل شوې ده.

اخوان المسلمین ګوند ویلي، مرکزي دفتر ته یې د ټلوالې مظاهره کوونکو اور اچولی دی.

محمد مرسي د مصر پر تلوېزیون خپره شوې وینا کې وویل، په پام کې چې د اساسي قانون په اړه ټول پوښتنه د روان دسمبر پر ۱۵مه پیل شي او نېټه یې بدلېدونکې نه ده.

نوموړي له ټولو سیاسي مخالفانو غوښتي، چې ددغه قانون پر سر خبرو لپاره له ولسمشر سره کښېني.

محمد مرسي

محمد مرسي پخپله وینا کې وویل "په مصر کې سیاسي بې ثباتي د هېواد لپاره یو ګواښ دی".

محمد مرسي پخپله وینا کې وویل "په مصر کې سیاسي بې ثباتي د هېواد لپاره یو ګواښ دی".

مرسي وویل، چې امنیتي ځواکونو د اړدوړ په جوړولو تر ۸۰ ډېر تورن کسان نیولي دي.

په دې اړدوړ کې شپږ کسان ووژل شول او تر ۷۰۰ ډېر نور ژوبل شول، چې ویل کېږي، ځینو یې له سیاسي کړیو سره "تړاو" درلود.

ولسمشر د لوی څارنوال په استازيتوب ویلي، چې د تورنو کسانو په اړه به پایلې اعلان کړي.

د ټلوالې دریځ

د مصر د ژغورنې د ملي مخالفې جبهې په لومړي غبرګون کې ددغې جبهې ویاند حسین عبدالغني ویلي، چې مخالف ایتلاف د ولسمشر مرسي دغه وړاندیز ارزوي.

خو د اپریل د شپږمې په نامه حرکت پخپله ویناپاڼه کې د ولسمشر دا څرګندونې ردې کړي دي، او د جمعې په ورځ یې د یو میلیون کسانو د لاریون بلنه ورکړې ده.

دوی خپله دغه مظاهره د "سور کارت" په نامه یاده کړې ده.

بل خوا، د سبا پاڅون په نامه ګوند رییس ایمن نور ویلي، که چېرې دا خبرې مشروطې نه وي، دوی له ولسمشر او نورو سیاسي کړیو سره دا ډول خبرو ته چمتو دي.

د اخوان المسلمین مرکزي دفتر

اخوان المسلمین ویلي چې مرکزي دفتر ته یې تر ۲۰۰ ډېرو لاریون کوونکو اور اچولی دی.

خو په واشنګټن کې امریکايي ولسمشر بارک اوباما د ولسمشر مرسي له لوري د خبرو هرکلی کړ، خو وايي چې دغه خبرې باید له کوم مخکني شرط پرته ترسره شي، او د ټلوالې مشران په کې ګډون وکړي.

امریکايي ولسمشر له محمد مرسي سره په پنجشنبې په تیلیفوني خبرو کې وویل چې هېواد یې د مصري ولس ملاتړ کوي، او په دیموکراتیکه فضا کې د انتقال پړاو ته د رسېدو لپاره خپلې هلې ځلې کوي.

دا هم ویل شوي چې امریکايي اداره د ټولو مصریانو حقونو ته درناوی کوي، او د هغو مظاهرو په اړه اندېښمنه ده، چې لږترلږه شپږ کسان په کې ووژل شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .