د اقلیم په اړه د م. م د قطر غونډه پای ته ورسېده

د خپريدو وخت: 09:42 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

د نړۍ تر ټولو ستر ککړوونکي هېوادونه امريکا، چين او هند د تړون له لازموونکې کړۍ بهر دي.

په قطر کې د اقليم په اړه د ملګرو ملتونو غونډه کې نژدې ۲۰۰ هېوادونو پر دې سلا وکړه چې د نړيوالې تودوخې پر وړاندې له قانوني پلوه د مبارزې يوازېنی پلان، د کيوټو پروټوکول تر ۲۰۲۰ کاله وغځوي.

ټاکل شوې وه د کيوټو پورټوکول د روان ۲۰۱۲ ميلادي له ختمېدو سره پای ته ورسېږي، چې اوس يې يوازې دری اوونۍ پاتې دي.

په دوحه کې د اقليمي بدلون په اړه تړون وروسته له هغه وشو، چې خبرې د توپيرونو له امله دا چې شتمن هېوادونه دې د اقليمي بدلون له امله بې وزلو هېوادنو ته تاون ورکړي که څنګه، ۲۴ ساعته اوږدې شوې.

د بي بي سي د چاپېريال بدلون څېړونکی روجر هارابين د م م خبرو کې شوی تړون په بنسټيز ډول يو تاريخي بدلون بولي، خو وايي د شين کوريزو ګازونو ريښتينې کمونې په اړه اوچت ګامونه وانه خيستل شول.

په دې سرمشريزه کې د لومړي ځل لپاره پر دې ټينګار وشو چې شتمن هېوادونه بايد د اقليمي بدلون له امله بې وزلو هېوادونو ته د اوښتو زيانونو تاوان ورکړي.

پرمختيايي يا مخ پر ودې هېوادونو دغه ګام لاسته راوړنه بللې، خو د اقليمي بدلون پوهنې او د درملنې سياسي هلو ځلو ترمنځ د تشې او واټن غندنه يې کړې ده.

د دوحې سرمشريزه کې شوی تړون چې نژدې ۲۰۰ هېوادونو پرې سلا وکړه تر ۲۰۲۰ کال پورې د کيوټو تړون اوږدوي، او د نړيوالې تودخې پر وړاندې مبارزه کې له قانوني پلوه يوازېنی لازموونکی پلان بلل کېږي.

"خو وروسته له هغه چې د اروپايي ټولنې ۲۷ هېوادونو، اسټراليا او نورو صنعتي هېوادونو د ۲۰۲۰ کال په رادبره کېدو د کاربون دوه اوکسايد ګاز ايستنې پر کمولو سره سلا وکړه، تړون ومنل شو. "

خو د دوحې غونډې د کيوټو پروټوکول لپاره د دې لار هوراه کړه چې د ۲۰۱۵ کال په را رسېدو يې پر ځای د اقليمي بدلون درملنې لپاره په ګډه د ټولو شتمنو او بې وزلو هېوادونو يو نوی لازموونکی تړون وشي.

د تړون وروستی متن شتمن هېوادونه "هڅوي" چې د اقليمي بدلون نوي تړون له پيل سره تر ۲۰۲۰ کال پورې د کال ۱۰ مليارډ راغونډ کړي.

د غونډې وستيو شېبو کې د روسيې، اوکراين او بېلاروس له خوا پر دې ټينګار چې له خپل لوري د ګاز ايستنې کمولو سره چې کله يې صنعتونه ورسره پرېوځي بايد اضافي تاوان ورکړل شي، څخه ګډوډي راغله.

خو وروسته له هغه چې د اروپايي ټولنې ۲۷ هېوادونو، اسټراليا او نورو صنعتي هېوادونو د ۲۰۲۰ کال په رادبره کېدو د کاربون دوه اوکسايد ګاز ايستنې پر کمولو سره سلا وکړه، تړون ومنل شو.

خو د نړۍ تر ټولو ستر ککړوونکي هېوادونه امريکا، چين او هند د تړون له لازموونکې کړۍ بهر دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .