د وینزویلا ولسمشر د سرطان ناروغۍ عملیات کوي

د خپريدو وخت: 12:29 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

د وینزویلا ولسمشر هوګو چاویز وايي کیوبا ته د سرطان ناروغۍ د عملیاتو لپاره ورځي.

د وینزویلا ولسمشر هوګو چاویز وايي کیوبا ته د سرطان ناروغۍ د عملیاتو لپاره ورځي او د لومړي ځل لپاره یې په څرګنده توګه د خپل ځای ناستي په اړه څرګندونې وکړې.

ولس ته په یوې تلوېزيوني وینا کې نوموړي وویل، که پر هغه څه کېږي نو د هغه مرستیال نیکولاس مادارو به د هغه ځای ناستی وي.

ولسمشر چاویز وویل د وروستیو معایناتو پرمهال د سرطان نورې حجرې هم د هغه په بدن کې موندل شوې؛ ځکه نو ډېره اړینه ده چې یو لړ نوي عملیات ترسره کړي.

هغه هم هیله او هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل که خدای کول نو لکه د تېر په شان به بیا له عملیاتو روغ رمټ ووځي، خو دا چې دا ځل یې عملیات پېچلي او خطر یې ډېر دی، کېدای شي څه پرې وشي.

هوګو چاویز د تېرې جمعې په ورځ د سرطان ناروغۍ له درملنې وروسته هېواد ته ستون شوی و.

د وینزویلا ولسمشر وايي ډاکټرانو ورته ویلي وو چې عملیات دې وکړې او بیا دې هېواد ته ستون شي خو د ده ټینګار دا و چې یوځل هېواد ته ستنېږي او بیا به بېرته د عملیاتو په خاطر کیوبا ته ورشي.

نوموړي په تلوېزیوني وینا کې خپلو پلویانو ته وویل، که د ده عملیات ناکامېږي او په وینزویلا کې بیا ټاکنې ترسره کېږي، نو نیکولاس مادارو ته رایې ورکړي.

ښاغلی مادارو چې یو پخوانی بس چلوونکی او د ولسمشر چاویز له نژدې سلاکارانو دی.

نوموړی له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر و خو کله چې د تېر اکتوبر په میاشت کې ولسمشر چاویز د څلورمې دورې لپاره ټاکنې وګټلې هغه یې د خپل مرستیال په توګه وټاکه.

د سرطان ناروغۍ له امله د ولسمشر چاویز درملنه یوځل په ۲۰۱۱ کال کې او بیا د تېر فبرورۍ په میاشت کې شوې وه ځکه نو نوموړي د مې په میاشت کې ویلي وو چې د سرطان ناروغي یې بیخي ښه شوې ده.

خو دا دی اوس بیا کیوبا ته ورځي چې په وینا یې د سرطان ناروغۍ د نویو موندل شویو حجرو خطرناک عملیات وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .