د مصر ولسمشر محمد مرسي خپل فرمان لغو کړ

د خپريدو وخت: 06:32 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

د ولسمشر مرسي له لوري د فرمان له جاري کېدو وروسته د احتجاجونو په لړ کې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوه.

د مصر ولسمشر محمد مرسي خپل هغه فرمان لغو کړ، چې په کې د نوموړي واک ډېر شوی و.

قاهره کې یوه خبري کنفرانس ته وویل شول، چې په دغه هېواد کې به د نوي اساسي قانون په اړه ټول پوښتنه پر ټاکلې نیټه، (د دسمبر ۱۵) تر سره شي.

د مصري ولسمشر محمد مرسي مخالفان پر نوموړي تور پورې کوي، چې د یوه دکتاتور په توګه کار کوي، خو محمد مرسي وايي دی د مصري انقلاب ساتنه کوي.

د ولسمشر مرسي پلویان وايي د دغه هېواد په عدلیه کې د پخواني ولسمشر حسني مبارک له مهاله پاتې کسان شامل دي، چې د اوسني حکومت پر هره پرېکړه غبرګون څرګندوي.

"د ولسمشر له لوري جاري شوی فرمان په سم لاسي توګه لغو شوی دی."

سلیم العوا

تېره میاشت محمد مرسي د ولسمشر د واک ډېرولو اړوند فرمان جاري کړ، چې په غبرګون کې یې د دغه هېواد اپوزیسیون د سختو احتجاجونو لړۍ پیل کړه.

هاغه مهال د قاهرې په تحریر ډګر کې د حکومت پلویانو او مخالفانو تر منځ په اخ و ډب کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

له دې مخکې د مصر پوځ ویلي و، چې د ولسمشر مرسي د نویو واکونو ستونزه باید د خبرو اترو له لارې هواره شي او دوی به ' تیاره تونل' ته د مصر د ننوتو مخنیوی وکړي.

د مصري پوځ له خوا دغه څرګندونې قاهره کې ولسمشرۍ ماڼې ته څېرمه له مظاهرو وروسته خپرې شوې. د مصر پوځ د حسني مبارک حکومت له ړنګېدو وروسته تر نژدې یوه کال پورې پر دغه هېواد حکومت وکړ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .