ویتنام کې د چین ضد مظاهرو مخه ونیول شوه

د خپريدو وخت: 09:45 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

د ویتنام حکومت سیاسي او ټولنیز ثبات ته ډېر پام کوي او له همدې امله په دغه هېواد کې خورا لږ مظاهرې کېږي.

ویتنام کې امنیتي ځواکونو په هنویې او هوچې مون ښارونو کې احتجاج کوونکي وشړل او د چین ضد مظاهرې مخه یې ونیوله.

مظاهره کوونکو د سمندرې پولو د لانجې پر سر د چین پر ضد احتجاج کاوه. خو ځايي پولیسو احتجاج کوونکي خپاره کړل. د چین په نوي پاسپورټ کې د دغه هېواد په سویل کې د سمندر لانجمنه سیمه د چین د یوې برخې په توګه ښودل شوې ده، چې له امله یې ویتنام ناخوښي څرګندوي.

تېره میاشت هنویې پر بیجینګ تور پورې کړ، چې د دغه هېواد د یوې بېړۍ مزي یې غوڅ کړي دی، چې د تیلو لټون یې کاوه. له هغه وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې د یکشنبې په ورځ سلګونه کسان چین ضد احتجاجي مظاهرو کې د ګډون لپاره راووتل.

دوی د چین دغه اقدام پراختیا غوښتنه او تېری بولي. خو امنیتي ځواکونو په هنویې کې نیم ساعت او په هوچې مون ښار کې ۴۵ دقیقې وروسته مظاهره کوونکي خپاره کړل.

"د ویتنام د نفتو ملي شرکت (پیټرو ویتنام) مسوولینو ویلي، چې د چین کب نیونکو کښتیو تېره میاشت د دوی هغې بېړۍ ته زیان رسولی، چې د تیلو موندلو لپاره یې سروې کوله."

مظاهره کوونکو بي بي سي ته وویل، چې پولیسو د دوی ۲۰ ملګري نیولي دي. د بي بي سي خبریال وايي د ویتنام په لوی ښار هوچې مون کې له تېر یوه کال راهیسې دغه تر ټولو ستره چین ضد مظاهره وه.

د ویتنام حکومت سیاسي او ټولنیز ثبات ته ډېر پام کوي او له همدې امله په دغه هېواد کې خورا لږ مظاهرې کېږي. زموږ خبریال وايي پولیس د مظاهره کوونکو د مخنیوي لپاره ډېرې هڅې وکړي، خو داسې معلومیده، چې دا ځل ولسي غوسه ډېره وه، چې په اسانۍ سره نه کنترولېده.

ویتنام او فلپین پر چین د لانجمنو ټاپو ګانو پر سر د تېري تور پورې کوي.

د ویتنام د نفتو ملي شرکت(پیټرو ویتنام) مسوولینو ویلي، چې د چین کب نیونکو کښتیو تېره میاشت د دوی هغې بېړۍ ته زیان رسولی، چې د تیلو موندلو لپاره یې سروې کوله.

تایوان، فلپین او ویتنام په چیني پاسپورټ کې د کښل شوې نقشې په اړه چین ته شکایت هم کړی او ویلي یې دي، چې دغه کار د دوی پر خپلواکي تېری دی.

ویتنام او فلپین د چین په نوې پاسپورټ کې د ویزې له ټاپې لګولو ډډه کوي او په یوه ځانګړي کاغذ د ویزا لپاره ټاپه وهي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .