د سټراس کان او نفيساتو ډيالو ترمنځ جوړجاړی شوی

د خپريدو وخت: 01:52 گرینویچ - سه شنبه 11 ډسمبر 2012 - 21 لیندۍ 1391

پر ښاغلي کان د جنسي تېري تور د دغه فرانسوي سیاستوال سیاسي ژوند ډېر اغیزمن کړ

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) پخوانی مشر ډومینک سټراس کان او په نیویارک کې د یوه هوټل خدمتګاره چې پر ده یې د جنسي تېري تور لګولی و د پیسو په بدل کې روغې ته رسېدلي دي.

دا څرګنده شوې نه ده چې د پیسو پر څومره اندازې روغه شوې خو پر ښاغلي سټراس کان د جنسي تېري تور د دغه فرانسوي سیاستوال سیاسي ژوند ډېر اغیزمن کړ.

په نیویارک کې د محکمې قاضي وویل د روغې شرایط به د ۶۳ کلن اقتصاد پوه او سیاستوال ډومینک سټراس کان او نفیساتو ډيالو ترمنځ پټ پاتي وي.

"اجازه راکړئ ووایم چې د روغې د پیسو اندازه هومره ده چې دواړه خواوې او زه پرې راضي یو. دا اندازه به پټه پاتې وي."

قاضي زیاته کړه چې د نومبر پر ۲۸ مه یې د دواړو له وکیلانو سره لیدلی وو او د دوشنبې په ورځ د پیسو په بدل کې د دواړو ترمنځ روغه وشوه.

په نیویارک کې د دغې ایالتي محکمې د قاضي په وینا اغلې ډيالو چې ۳۳ کلنه مسلمانه ده پر نیویارک پوسټ جریدې هم جلا عریضه کړې چې په دروغو یې هغه بدلمنه معرفي کړې وه.

په خپله نفيساتو ډیالو له محکمې نه بهر وویل له خدایه او له ټولو هغو کسانو مننه کوي چې ددې ملاتړ یې وکړ.

د آغلې ډيالو وکیل هغه یوه زړه وره ښځه وبلله چې په وینا یې هېڅ کله یې پر قضايي سیستم باور ونه بایلود.

که څه هم د پیسو په بدل کې د روغې له امله پر سټراس کان د جنسي تېرې هڅې تور لری شو خو دا تور يې په سیاسي ډګر کې د ډېرې رسوايۍ سبب شو.

اټکل کېږي چې ښاغلي سټراس کان به د ۵ یا ۶ میلیون ډالرو ترمنځ پیسې آغلې ډيالو ته ورکړي وي

تر دې دوسیې وړاندې ډومینک سټراس کان د فرانسې د ولسمشرۍ لپاره هلې ځلې کولې.

نفیساتو ډيالو پولیسو ته ویلی و هغه د ۲۰۱۱ کال د مې پر ۱۴ مه د نیویارک په سوفټل هوټل کې د ښاغلي کان کوټې پاکولو ته ورغلې وه خو هغه پرې په داسي حال کې چې لوڅ و برید وکړ او هڅه یې کوله چې جنسي تېرې پرې وکړي.

له دې وروسته ښاغلی سټراس کان د جرمني له صدراعظمي انګیلا میرکل سره د لیدنې لپاره جرمني ته روان و خو په نیویارک کې پولیسو ونیو او اړ شو چې د پیسو نړیوال صندوق له مشرۍ استعفا ورکړي.

که څه هم په دقیقه توګه څرګنده شوې نه ده چې ډومینک سټراس کان به نفيساتو ډيالو ته څومره پیسې ورکوي خو اټکل کېږي چې د پنځو یا شپږو میلیون ډالرو ترمنځ پیسې به يې آغلې ډيالو ته ورکړي وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .