امریکا: سندرغاړې جینې ریورا هوايي پېښه کې ووژل شوه

د خپريدو وخت: 12:45 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

سندرغاړې جینې ریورا د ۴۳ کالو په عمر د الوتکې غورځېدو په پېښه کې ووژله شوه.

د امریکا مشهوره سندرغاړې جینې ریورا، چې مکسیکن توکمه وه، په شمالي مکسیکو کې د یوې الوتکې غورځېدو له امله وژل شوې.

د مکسیکو له یوه ټیلویزیون سره د خبرو پر مهال د نوموړې پلار پېډرو ریورا د جینې د مړینې خبره تایید کړه او ویې ویل، چې د دوو پیلوټانو په ګډون په الوتکه کې ناست ټول اووه کسان وژل شوي دي.

په ټیلویزیون کې د خبرو پر مهال د نوموړي دواړه زامن هم د هغه څنګ ته ناست وو.

جینې ریورا ۱۹۶۹ کال کې د امریکا په کلیفورنیا کې زېږېدلې وه. د نوموړې مور پلار د مکسیکو اوسېدونکي دي.

د مکسیکو ځايي چارواکي وايي د نیوولیون ایالت په سیمه کې یې د سندرغاړې د الوتکې ټوټې موندلې دي. د نوموړې د نارټینو موسیقي ۱۵ میلیونه ریکارډونه پلورل شوي.

نوموړې د لاووز نومي موسیقي پروګرام جیوري مشره هم وه. د ملکي هوايي چلند مشر الیاندرو ارګودین مکسیکو کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې الوتکه په بشپړه توګه له منځه تللې او ټوټې یې په یوه پراخه سیمه کې خپرې پرتې دي.

خو د نوموړي په وینا دا معلومه نه ده، چې د الوتکې د غورځېدو سبب څه دی.

د چارواکو په وینا جینې د شنبې په شپه مونټیري ښار کې له کنسرت وړاندې کولو وروسته ټولکا ښارګوټي ته تله، چې الوتکه یې د پېښې ښکار شوه.

د نیوولیون د ایالتي حکومت چارواکي وايي الوتکې مونټیري نه د یکشنبې په سهار الوت وکړ او ۱۰ دقیقې وروسته یې د هوايي چلند له مسوولینو سره اړیکه پرې شوه. د نوموړې الوتکه به له یوه ساعت الوت وروسته ټولکا ته رسېده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .