بحرین د بشري حقونو فعاله زینت الخواجه بندي کړه

د خپريدو وخت: 07:49 گرینویچ - سه شنبه 11 ډسمبر 2012 - 21 لیندۍ 1391
زینب الخواجه

الخواجه د یوه سیاستوال عبدالهادي الخواجه لور ده، چې دا مهال د عمري بند لپاره بندي دی.

د بحرین د بشري حقونو یوه فعاله زینب الخواجه د یوې میاشتې لپاره بندي شوې ده.

پر هغې تور دی، چې تېر کال د حکومت ضد مظاهرو پرمهال یوه مننوعه ځای ته ننوتې وه.

د زنیب الخواجه وکیل ویلي، چې چارواکو وړاندې ممنوع ځای ته د نه ننوتلو هېڅ اعلان نه و کړی.

لوی څارنوال آغې خواجه د یوې میاشتې لپاره له دې کبله بندي کړې ده، چې ګني د حکومت ضد پاروونکي فعالیتونه یې کړي دي.

الخواجه وړاندې د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ او سپتمبر کې څو ځلې ونیول شوه، او په حق کې یې ددوو میاشتو بند حکم شوی و.

حکومت ویلي، چې الخواجه د پولیسو په مرکز کې حکومتي ملکیت ته زیان اړولی دی، خو د هغې وکیل وايي، چې دا تور ناسم دی، بلکې هغې د بحرین د پاچا عکس څيرې کړی دی.

الخواجه د یوه سیاستوال عبدالهادي الخواجه لور ده، چې دا مهال د عمري بند لپاره بندي دی.

له نوموړي سره اته نور سیاسي فعالین هم نیول شوي، چې ټول د واکمن نظام د ړنګولو په دسیسې تورن دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، چې د بحرین یوې محکمې اته پولیس د بندیانو په شکنجهې تورن کړي دي.

دا خبرونه یوه ورځ وروسته تر هغه شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مایکل بوزنر د بحرین له چارواکو د بشري حقونو د سرغړوونو د مجازاتو غوښتنه کړې وه.

تېر کال د بحرین په اړدوړ کې لږترلږه شپیته کسان ووژل شول، چې پولیس هم په کې وو.

او د اړدوړ پرمهال زرګونه کسان امنیتي کسانو ونیول.

نیول شوو کسانو او ددوی ملاتړ په هېواد کې د دیموکراسۍ د غښتلتیا غوښتنې کولې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .