"هره ورځ زرګونه سوریايي کډوال ګاونډیو هېوادونو ته اوړي"

د خپريدو وخت: 18:46 گرینویچ - سه شنبه 11 ډسمبر 2012 - 21 لیندۍ 1391

د م.م کډوالو ادارې يوه مشره وايي حالات په تېره بيا زړو او وړوماشومانو ته ډېر ناوړه دي

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې په ترکيه، ليبنان، اردن او عراق کې پنځه سوه اونهه زره سوريايي کډوال راجستر کړي دي چې ښيي له سوريې د تښتيدونکو خلکوشمېر ورځ تربلې ډېرېږي.

په سرحدي سيمو کې د ملگروملتونو مامورين وايي چې ډېرى هغه کسان چې تېرو دوه شپوکې له پولې اوښتي دي زاړه او تنکي ماشومان دي او يوازي زر کسان اردون ته رسيدلي چې دوه ويشت په کې نوي زېږيدلي ماشومان دي.

د ملگروملتونود کډوالو ادارې يوه مشره ويانده ميليسه فليمينگ وايي حالات په تېره بيا زړو او وړوماشومانو ته ډېر ناوړه دي.

د هغې په وينا دوى داسې مهال رارسېږي چې هوا ډېره سړه ده، جامې يې لمدې دي او د ملگرو ملتونو مامورين وايي دوى سخت ايرېدلي، سړو وهلي او سمې جامې نه لري.

دغه پنځه سوه سوريايي کډوال له بشري ناورين سره مخامخ دي، خو د ملگروملتونو د کډوالو اداره وايي دا د سوريي کډوالو بشپړ انځور نه ښيي، ځکه له سوريې ډېرى تښتېدلي کډوال د مرستې د ترلاسه کولو لپاره ملگروملتونو ته نه دي ورغلي.

د رپوټونو له مخې دغه کډوال له خپلو دوستانو او عزيزانو سره اوسېږي چې کېداى شي هغوى هم کافي خواړه او وسايل ونه لري.

په داسې حال کې چې سوريه کې جگړه روانه ده، ملگري ملتونه اټکل کوي چې نور ډير خلک به له سوريې وتښتي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .