اوباما د سوريې حکومت مخالفه ډله په رسمیت ومنله

د خپريدو وخت: 06:38 گرینویچ - چارشنبه 12 ډسمبر 2012 - 22 لیندۍ 1391

ښاغلي اوباما د امريکا له يوه ټیلويزيون سره په مرکه کې وويل د سوريې حکومت مخالفه ټلواله دا مهال پياوړې ده او کولاى شي د سوريې د خلکو استازيتوب وکړي.

د امريکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د سوريې حکومت مخالفه ډله د هغه هېواد د خلکو د رسمي استازو په توگه ومنله.

ښاغلي اوباما د امريکا له يوه ټیلويزيون سره په مرکه کې وويل د سوريې حکومت مخالفه ټلواله دا مهال پياوړې ده او کولاى شي د سوريې د خلکو استازيتوب وکړي.

يوه مياشت وړاندې د سوريې مخالفې ډلې په قطر کې سره راټولې شوې او د يوې سياسي ټلوالې په توگه يې د ولسمشر بشار الاسد د راپرځولو لپاره پخپلو کې د یوې ګډې شورا پر جوړولو هوکړه وکړه.

فرانسې له مخکې دغه ټلواله د سوریې د خلکو یوازینۍ استازې بللې. بل لور ته د خلیجي هېوادونو په شمول ترکیه هم دغه ټلواله له مخکې په رسمیت پېژني.

ولسمشر اوباما ویلي دا یو مهم ګام دی، خو زیاتوي له دې سره د نوموړې ټلوالې مسوولیتونه هم زیات شوي دي، ځکه د ده په خبره له حقونو سره مسوولیت هم ډېرېږي.

"د سوریې د حکومت مخالف اتحاد منل په دې مانا هم نه دي، چې امریکا به د سوریې د حکومت مخالفو ډلو ته د وسلو ورکول پیل کړي. "

بارک اوما

د نوموړي په خبره د سوریې حکومت مخالفه ټلواله باید په اغېزمن ډول ځان منظم کړي، ټولو ګوندونو ته استازیتوب ورکړي، دوی باید داسې سیاسي نظام رامنځ ته کړي، چې د لږکیو او ښځو حقونو ته په کې درناوی وشي.

ښاغلی اوباما وايي، د سوریې د حکومت مخالف اتحاد منل په دې مانا هم نه دي، چې امریکا به د سوریې د حکومت مخالفو ډلو ته د وسلو ورکول پیل کړي او زیاتوي امریکا به د مخالفو ګوندونو په اتحاد کې د شته سخت دریځو ډلو ملاتړ ونه کړي.

د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د سوریې د حالاتو په اړه مراکش کې د نړۍ له ۷۰ هېوادونو څخه د کورنیو چارو وزیران ګډون کولو ته تابیا کوي. د مراکش په دې غونډه کې لومړی ځل د سوریې د حکومت مخالفې ټلوالې ملي اتحاد استازي هم ګډون کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .