سوریې د سکاډ توغندیو له ویشتلو انکار کړی

د خپريدو وخت: 05:58 گرینویچ - جمعه 14 ډسمبر 2012 - 24 لیندۍ 1391
سکاډ توغندی

سوریې ویلي، چې د مخالفانو پرضد د سکاډ کارولو وخت نه دی.

د سوریې پلازمېنه دمشق کې دوې چاودنې شوې، چې لومړۍ یې د اوو ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان وژلي. دویمې چاودنې اته کسان وژلي دي. په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې سوري دولت له سکاډ توغندیو کارولو انکار کړی دی.

د سوریې الاخبار تلوېزیوني شبکې ویلي، چې دویمې چاودنې اته کسان وژلي دي.

پر همدې مهال، سوري مخالفانو دمشق ته پر لارو بمونه اېښي دي.

د سوریې دولت هغه تورونه رد کړي، چې وايي له سکاډ توغندیو یې ګټه اخیستې ده.

ویل کېږي، چې سوري ځواکونو دغه سکاډ توغندي له روسیې اخیستي او د مخالفانو پرضد یې کارولي دي.

د سوریې رسمي خبري اژانس "سانا" د بهرنیو چارو د وزارت له قوله ویلي، چې دولتي ځواکونو له "ترهګرو ډلو" سره په مبارزه کې له دغو سکاډ توغندیو هېڅ ګټه نه ده اخیستې.

دغه راپور وايي، چې اصولاً دغه سکاډ توغندي، چې لیرې واټن ویشتلی شي او له وسله والو مخالفانو سره یې کارول مناسب کار نه دی.

تر دې مخکې، د امریکا حکومت ویلي وو، چې د بشارالاسد وفاداره ځواکونونو له وسله والو مخالفانو سره په جګړه کې له لنډ واټن توغندیو څخه ګټه اخیستې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تېرې چارشنبې منلې وه، چې د سوریې واکمن نظام تېره اوونۍ د مخالفانو پرضد جګړه کې توغندي او اور اچوونکي بمونه کارولي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولانډ ویلي "دا نه شم تاییدولی چې دوی توغندي کارولي، خو خطرناکه وسله یې کارولې ده، چې اور اچوونکې وسلې هم په کې راځي."

وضعیت د اسد له کنټروله وتلی

سوریه

په لومړۍ چاودنه کې اووه ماشومان وژل شوي.

بل خوا، د روسیې یوه جګپوړي چارواکي په تېرې پنجشنبې ویلي وو، چې په سوریه کې روان وضعیت ورو-ورو د سوري ولسمشر بشارالاسد له کنټروله وتونکی دی.

نوموړي ویلي وو، چې ډېر امکان شته، چې مخالفان دې ډېر ژر پر حکومت لاسبري او بریالي شي.

بل خوا، د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن هم ویلي وو، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د پرځېدو په حال کې دی.

نوموړي د مخالفانو پرضد د سکاډ توغندیو کارول غندلي وو.

راسموسن خبریالانو ته وویلي"باور لرم، چې په دمشق کې واکمن نظام د ړنګېدو په حال کې دی."

نوموړی زیاتوي، چې "د سکاډ توغندیو کارول د سوري ولسي وګړو له وژنې پرته نوره ګټه نه لري."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .