اسلام او برتانیا

د خپريدو وخت: 19:29 گرینویچ - جمعه 14 ډسمبر 2012 - 24 لیندۍ 1391

اسلام او برتانیا

اسلام نن ورځ په برتانيا کې دويم گڼ نفوس هېواد دى. د انگلستان او وېلز د وگړو نژدې ٥ سلنه مسلمانان دي او د برتانيا په لر اوبر کې د دوى د عبادت ځايونو شمېر ١٥٠٠ ته رسېږي. د اسلام دين اوس د برتانيايۍ ټولنې منل شوې برخه ده.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

اسلام نن ورځ په برتانيا کې دويم گڼ نفوس دین دى. د انگلستان او وېلز د وگړو نژدې ٥ سلنه مسلمانان دي او د برتانيا په لر اوبر کې د دوى د عبادت ځايونو شمېر ١٥٠٠ ته رسېږي.

د اسلام دين اوس د برتانيايۍ ټولنې منل شوې برخه ده.

آن د تونس مخکښ اسلامپالي مشر راشد غنوشي برتانيا داسې يو بېلگه ييز هېواد بللى چې د يوۀ سکيولر نظام په اډانه کې اسلام ته ډېر درناوى کېږي.

خو په برتانيايۍ ټولنه کې د اسلام د ځاى موندلو پړاوونه له لوړو او ژورو ډک و او په دې لړکې د دريو وگړو هلې ځلې د پام وړ دي.

په برتانيا کې لومړنى کس چې د يوۀ مسلمان په توگه يې نوم ثبت شوى جان نلسن دى چې په ١٦ پېړۍ کې يې اسلام منلى و خو د مسلمانانو لومړنۍ جوپه بيا ۳۰۰ کاله وړاندې د برتانيا پر خاورې پښه کېښوده چې ډېرى يې هندي ماڼوگان او د ختيځ هند کمپنۍ پر دندو گمارلي وو.

دې ته په پام سره دا هم ډېره د حيرانتيا خبره نه وه چې مسلمانان به هغه مهال تر ډېره بريده يوازې د برتانيا په بندري ښارونو کې تر سترگو کېدل.

خو په دغه هېواد کې د اسلام د خپراوي تاريخ د لېورپول ښار د گلېن په نامه له يوۀ سړک نه پيلېږي.

د دغه تاريخ نښې نښانې اوس هم هلته ليدل کېږي. په ١٨٨٩ م کال کې يوۀ برتانيايي اشرافي وگړي ويليم هنري کوليم چې د عبدالله ويليم کوليم په نامه هم پېژندل کېدۀ پر همدغه سړک يو کور رانيوۀ او دغه کور د برتانيې په لومړني جومات بدل شو.

عبدالله کوليم يو مذهبي مفکر و او په برتانيا کې يې په داسې يوۀ مهال د اسلام په ترويجولو پيل وکړ چې دغه دين ته دلته د يوې بهرنۍ ډارونکې پديدې په سترگه کتل کېدل.

عبدالله کوليم يو مذهبي مفکر و او په برتانيا کې يې په داسې يوۀ مهال د اسلام په ترويجولو پيل وکړ چې دغه دين ته دلته د يوې بهرنۍ ډارونکې پديدې په سترگه کتل کېدل.

د لېورپول پر گلېن نومي سړک دغه کور نه يوازې د يوۀ جومات بلکې د يوۀ اسلامي انستيتيوت بڼه خپله کړه چې پر چاپ ځاى ( مطبعه) سمبال و او د يتيمانو لپاره يې پالنځى درلود.

دا جومات وروسته د لېورپول سربېره د ټولې برتانيې په يوۀ اسلامي مرکز بدل شو. ويليم هنري کوليم يو حقوقي وکيل او په يوې مذهبي مسيحي کورنۍ کې زو کړى و.

د لېورپول په پوهنتون کې د مذهبي زده کړو استاد ران گېوس وايي: "د داسې يوۀ کس مسلمان کېدل چې په ټولنه کې يې د هغه په څېر دريځ درلود له خلکو سره د مخامخ ټکر په مانا و او کوليم هم له هماغه پيله له تربگنۍ او مخالفتونو سره مخامخ شو. پر هغه او ملگرو يې څو ځله بريدونه وشول. د خنځير سرونه به يې جومات ته ور غورځول. له جومات نه د باندې به را ټولېدل او شور به يې جوړاوۀ."

خو سره له دغو ستونزو عبدالله کوليم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ او د ۲۰ کلنو په اوږدو کې د هغه د پيروانو يا لارويانو شمېر ٥٠٠ کسانو ته لوړ شو چې بيا وروسته عثماني خلافت نوموړى برتانيا لپاره اسلامي استازى ونوموۀ.

عبدالله کوليم مسلمانانو لپاره د کرېسنت يا حلال په نامه يوه ورځپاڼه هم رامنځ ته کړه.

ښاغلي کوليم په خپلو ليکنو کې د هغه مهال برتانیايۍ ټولنې نظرونو ته د ځواب ويلو هڅه کوله چې اسلام يې يو تنگ نظره دين بالۀ او ويل يې چې اوسنۍ ساينسي يا علمي موندنې په کې ځاى نه لري.

پروفېسر ران گېوس د حلال د خپرونې گڼې ليدلي او د منځپانگې په تړاو يې وايي چې په دغه چاپي خپرونه کې له دلايلو او منطق سره د اسلام د پېژندلو هڅه کېده.

د غو سرليکونو ته چې گورئ ډېر په زړه پورې دي. ښايي داسې و انگېرئ چې دا ټولې مذهبي خبرې دي خو دلته يو سرليک دى چې وايي له تجربې سره، دا يو ساينسي لکچر دى. نو عبدالله کوليم په ډېره مدلل بڼه د اسلام دين د پېژندلو هڅه کوله چې د هغه مهال برتانيايي ټولنې ته چې پام يې ډېر پر ساينسي مسايلو ورټول و په زړه پوري وي."

د لېورپول پر گلېن نومي سړک دغه کور نه يوازې د يوۀ جومات بلکې د يوۀ اسلامي انستيتيوت بڼه خپله کړه چې پر چاپ ځاى ( مطبعه) سمبال و او د يتيمانو لپاره يې پالنځى درلود.

په دې توگه د اسلام د پيروانو شمېر ډېرېدۀ او ورسره د عبدالله کوليم رول هم غځېدۀ.

په جومات کې د برتانيايۍ ټولنې پر بېلا بېلو پوړونو پورې د تړلو وگړو شتون په دې مانا وو چې اسلام نور په برتانيا کې يوه بهرنۍ پديده او يا يوازې د ماڼو گانو دين نه و.

اسلام د برتانيايۍ ټولنې د برخې گرځېدو په لور خپل پړاوونه پيل کړي و. خو عبدالله کوليم د خپلو برياو په لوړې څوکې يا اوج کې و چې هر څه ناڅاپه بدل شول.

نوموړى له خپل تر ټولو مشر زوى سره د ترکيې پر يوۀ شپږ اوونيز سفر ووت. ټاکل شوې وه چې استانبول ته ورشي خو په مرموز ډول ترى تم شو.

پروفېسر ران گيوس: "له څو مياشتو وروسته د کوليم کشر زوى ناڅاپه راغى او هر هغه څه يې له منځه يوړل چې د هغه پلار جوړ کړي وو. په دې توگه په لېورپول کې د مسلمانانو ټولنه ظاهرا" ختمه شوه".

له دې سره په برتانيا کې د مسلمانانو حالت يو ځل بيا خپل ټيکاو له لاسه ورکړ. مسلمانانو د انگلستان په سري سېمه کې ځانته بل مرکز وموند، يو جومات چې د هندي زده کوونکو د زده کړې او عبادت لپاره جوړ شوى و. دغه ودانۍ ډېر ژر د برتانيا د اسلامي تاريخ د دوو نورو مهمو کسانو لپاره پر اصلي مرکز بدل شو.

لومړى هغه لارد بايرن هېدلي و چې په برتانيا کې د اسلام پر پگړۍ د غنمو ټومبل شوى وږى بلل کېږي. لارد بايرن هېدلي د برتانيا د اشرافي نظام يو لوړ پوړى غړى و. د لندن په هالووې پوهنتون کې د اسلامي تاريخ استاد همايون انصاري وايي:

"باېرن هېدلي د مشرانو د جرگې يو آېرلندى غړى و. نوموړى انجینير و، ډېره موده يې په هند کې تېره کړې وه او هم هلته اسلام سره آشنا شوى و. لارد هېدلي به داسې غوندې جوړولې چې په کې د کلتوري مالوماتو راکړه ورکړه کېده. د برتانيا د هغه مهال د لوړ پوړ د وگړو له طريقو سره سم د اسلام د څېرې د ورپېژندلو سره لارد هېدلي په دې وتوانېد چې اسلام نه د بهرنۍ پديدې انځور لېرې او انگرېزانو ته وښيي چې دا دين د هغوى له ټولنې سره سمون لري. دوى له دغه راز نوښتونو کار واخيست چې اسلام نن د دغې ټولنې يوه برخه ده".

د لارد هېدلي فعاليتونو د ټولنې لوړو پوړونو ته د اسلام په ورپېژندلو کې ډېره مرسته وکړه.

اسلام په دې ټوگه په برتانيايۍ ټولنه کې لا پياوړى رول خپل کړ او د یوې بهرنۍ پديدې په توگه يې انځور نور له منځه لاړ.

د برتانیا د لومړنی جومات د دننې انځور.

په دغه هېواد کې د اسلام ضد احساساتو پر را کمولو د لارد هېدلي نوښتونو او فعاليتونو اغېز پرې ايست خو دا بيا د يوۀ بل برتانيايي مسلمان هلې ځلې وې چې په دغه هېواد کې يې د اسلام انځور تل لپاره بدل کړ. دغه وگړى مرمديوک پېکتل نومېدۀ.

پېکتل لومړنى انگرېز مسلمان و چې قرآن شريف يې انگرېزۍ ژبې ته وژباړۀ او په دې توگه يې نامسلمانو ته هم اسلام ته د لاس رسي زمينه برابره کړه. د مرمديوک پېکتل د ورور کودۍ سوزي پېکتل چې په خپله يوې کاتوليکې کورنۍ کې لويه شوې وايي:

"زه پوهېدم چې مرمديوک زموږ خپلوان دى خو په دې نه پوهېدم چې نوموړى مسلمان شوى و. زما په سترگو کې د اسلام داسې يو انځور و چې د سپتمبر د ۱۱ له پېښو وروسته ذهنيت را منځ ته کړى و. خو د هغه د ژوندانه په تړاو څېړنو د اسلام په اړه زما نظر بدل کړ. ما د هغه څه په پرتله چې رسنيو موږ ته ويل د اسلام ډېر اړخونه وليدل".

مرمديوک پېکتل په لومړي ځل په ځوانۍ کې منځني ختيځ ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې د اسلام په اړه مالومات ترلاسه کړل خو تر ۲۰ کلنو پورې يې اسلام نه و منلى.

برتانيا په لومړۍ نړېواله جگړه کې نه يوازې د جرمني بلکې د ترکيې پر ضد چې د عثماني خلافت مرکز و هم د جگړې اعلان وکړ. مرمديوک پېکتل په دې هيښ پيښ شوى و چې سياستوالو او مذهبي مشرانو د جگړې د توجيه کولو لپاره اسلام ضد نظرونه خپرول.

پيتر کلارک چې د مرمديوک پېکتل پر ژوندانه يې کتاب ليکلى د هغه د مسلمان کېدو نکل داسې کوي:

"پېکتل کليسا ته لاړ. هلته اسلام ضد مسايل يادېدل د اسلام پيغمبر ته سپکې سپورې ويل کېدې او دغو خبرو پېکتل ډېر خپه کړ. هغه له مراسمو ووت او له هغې وروسته يې هېڅ کله ځان عيسوى و نه بالۀ".

مرمديوک پېکتل په ١٩١٤ م کال کې رسما" اسلام دين ومانۀ. "د پام وړ خبره دا ده چې د ا لومړى ځل و چې يو مسلمان قرآن مجيد انگرېزۍ ژبې ته ژباړي او هغه هم چې مورنۍ ژبه يې انگرېزي ده"

مرمديوک پېکتل په ١٩١٤ م کال کې رسما" اسلام دين ومانۀ. د نوموړي دغې پرېکړې هغه له يوۀ ليکوال نه د دولت په غليم بدل کړ.

پېکتل د برتانيې واکمنان دې ته هڅول چې د ترکيې په وړاندې خپله تگلاره بدله کړي. پيتر کلارک وايي دغې کړنې نوموړي ته ناوړې پايلې لرلې:

"پېکتل په برتانيا کې بلکل پردى شو. په يوۀ امنيتي خطر بدل شو. داسې يو کس چې د غليم پلوى او مسلمان شوى و. هغه د يوۀ محافظه کار انگرېز په توگه خپل نوم بد کړى و".

مرمديوک حالاتو اړ کړ چې برتانيا پرېږدي او په هند کې مېشت شي. نوموړي په هند کې انگرېزۍ ژبې ته د قرآن مجيد د ژباړلو تکل وکړ چې د ژباړې په تاريخ کې تر ټولو ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.

په دې تړاو ښاغلى کلارک وايي : "د پام وړ خبره دا ده چې د ا لومړى ځل و چې يو مسلمان قرآن مجيد انگرېزۍ ژبې ته ژباړي او هغه هم چې مورنۍ ژبه يې انگرېزي ده"

وړاندې هم قرآن شريف انگرېزۍ ژبې ته اړول شوى و خو له ژباړې سره به په لمن ليکونو کې د اسلام ضد تبصرې هم ليکل کېدې.

د کارپوهانو په وينا د مرمديوک ژباړه ډېره کره وه او په برتانيا کې يې د اسلام له پوهاوي سره ډېره مرسته وکړه پيتر کلارک په دې ټکو کې موضوع لا نوره روښانوي:

"د يوۀ سپېڅلي کتاب په اړه چې په يوه عجيبه ژبه کې ليکل شوى وي تل شکونه وي. نو هغۀ هڅه کوله چې قرآن انگرېزانو ته د لاس رسي وړ وگرځوي. که چېرې د اسلام په تړاو ښه پوهاوى رامنځ ته شوى نوهغه د پېکتل د ژباړې له لارې تر لاسه شوى دى".

مرمديوک پېکتل د خپل ژوندانه په وروستيو کلنو کې بېرته برتانيا ته راستون شو او په همدغۀ هېواد کې يې د مرگي پور پرې کړ.

که څه هم د عبدالله کوليم، لارد باېرن هېدلي او مرمديوک پېکتل له مړينې لسگونه کلونه تېريږي خو هغوى نن هم په برتانيايۍ ټولنه کې ډېرو مسلمانانو لپاره سرلاري دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .