جاپان کې ټول ټاکنې د لبرل دموکرات ګوند وګټلې

د خپريدو وخت: 13:45 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391
شینزو ابي

ښاغلی ابي په شپږو کلونو کې اووم لومړی وزیر دی چې جاپانیان یې ټاکي.

جاپان کې ټول ټاکنې د لبرال دموکرات ګوند کاندید شینزو ابي وګټلې. دا په دې معنی ده چې دموکرات ګوند یوازې دری کاله واکمني وکړه.

دغه ګوند چې تر ۲۰۰۹ کال پورې یې په دغه هېواد کې ۵۰ کاله واکمني کړې په نوي پارلمان کې اکثریت څوکۍ ګټلي.

تر دې وړاندې ښاغلي ابي په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کال کې د لومړي وزیر په توګه دنده هم تر سره کړې ده.

ښاغلي ابي په ټاکنېز کمپاین کې جاپانیانو سره ژمنه وکړه، چې د هېواد شل کلن اقتصادي رکود به ختموي او په بهرنۍ کړنلاره کې له چین سره پرېکنده کړنې تر سره کړي.

ځینې څېړونکي وايي ښاغلی ابي ښي اړخی ملت پال دی او له چین سره تربګني لري.

ویل کېږي د دموکرات ګوند مشر یوشیهوکو نودا د مالیې په زیاتولو له کبله د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړ، خو ښاغلی نودا په دې باور دی چې د هېواد د اقتصادي کړکېچ د مخنیوي لپاره دغه کاراړین و.

د موکرات ګوند په ۲۰۰۹ کال کې واک ته تر رسېدو راهیسې لاس او پښې وهلې. تر ښاغلي نودا دمخه دوه لومړي وزیران بدل را بدل شول.

د اساسي اقتصادي بدلونو اجنډا او سخته خارجي پالیسي هغه دوه موضوعګانې دي چې ښایي شینزو ابی یې د ټاکنو ګټونکی کړی وي.

ښاغلي ابي ژمنه کړې چې په ملي بودیجه کې به زیاتوالی راولي تر څو د جاپان خلک یو ځل بیا پر خپل ځان وویاړي. د دغه هېواد په فوکوشیما کې د تېرکال اټومي ناورین سره سره ښاغلي ابي د جاپان په راتلونکې کې د اټومې انرژې ونډه مهمه وبلله.

ښاغلی ابي په شپږو کلونو کې اووم لومړی وزیر دی چې جاپانیان یې ټاکي.

له چين سره د اړیکو پر څرنګوالي به د دې چارې اغیز تت وي.

په تېر کې ښاغلي ابي دا نه منله چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال جاپاني ځواکونو چینایی ښځې بد لمنیو ته اړ ایستلې وې.

اوس هم د چین او جاپان ترمنځ اړیکي دومره ښه نه دي. خو ښایی هغه له دې هم ترینګلي شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .