بوډا بېرلېسکوني له خپلې ملګرې سره کوژده وکړه

د خپريدو وخت: 10:44 گرینویچ - سه شنبه 18 ډسمبر 2012 - 28 لیندۍ 1391

بېرلېسکوني دا کوژده څو میاشتې وروسته تر هغه وکړه، چې یوې مغربۍ نڅاګرې "روبي" پر نوموړي د جنسي تېري تور ولګاوه.

د ایټالیا مخکني لومړي وزیر سېلویو بېرلېسکوني له خپلې یوې ۲۷ کلنې ملګرې سره کوژده کړې ده.

د نوموړي دغه درېیمه مېرمن ټیک ۴۹ کاله له ده څخه کشره ده.

دغې ښځې له څوکۍ د لومړي وزیر تر شړل کېدا وروسته، د "سېلویو... موږ دې لټون کوو" په نامه یوه ډله جوړه کړې وه.

بېرلېسکوني وړاندې دوه ځلې واده کړی، چې له مخکنیو دوو ښځو یې پنځه زامن پیدا شوي، خو وايي چې "په دې کوژدې سره د لاډېر یوازېتوب احساس کوي."

د نوموړي د دغې ښځې (فرانسیسکا باسکال) انځورونه د ایټالیا په ګڼو مجلو او ورځپاڼو چاپ شوي وو.

نوموړي دا کوژده داسې مهال کړې ده، چې غواړي د راتلونکو ټاکنو لپاره بیا ځان کاندید کړي.

د عمر ترمنځ لوی توپیر

ګڼو ایټالوي او اروپايي ورځپاڼو ددغې جوړې د عمرونو ترمنځ لوی توپیر ته په کتو لیکنې کړې دي.

په لندن کې"ډيلي میرور" ورځپانې لیکلي، چې د میړه او ښځې د عمرونو ترمنځ ۴۹ کاله توپیر دی.

ورځپاڼې پر خپلې وېبپاڼې د کتونکو نظرونه غوښتي او دا پوښتنه یې مطرح کړې ده چې "ایا فکر کوﺉ، چې ۴۹ کاله فرق یو لوی توپیر دی او که طبیعي خبره ده؟

بېرلېسکوني دا کوژده څو میاشتې وروسته تر هغه وکړه، چې یوې مغربۍ نڅاګرې "روبي" پر نوموړي د جنسي تېري تور ولګاوه.

فراسیسکا باسکال

د فراسیسکا باسکال او بېرلېسکوني د عمرونو ترمنځ ۴۹ کاله توپیر دی.

هغې ویلي وو، چې بېرلېسکوني د پیسو په مقابل کې جنسي تېری ورباندې کړی دی.

روبي دا هم ویلي وو، چې دغه جنسي تېری یې داسې مهال کړی، چې د دې عمر ایله اوولس کاله و.

د بېرلېسکوني او باسکال د مینې کسیه مشهوره ده، چې د "ډيلي میرور" ورځپاڼې په وینا، دواړه له څو میاشتې راهیسې یوځای اوسېدل.

خو برتانوۍ "انډپنډنټ" ورځپانې بیا د بېرلېسکوني له قوله ویلي، چې "باسکال ما ته ډېره رانژدې ده، هغه هم له ماسره ډېره مینه لري، زه هم، او زما لور مارینا له هغې سره ډېره مینه لري او زښته ډېره یې خوښه ده."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .