تورن امریکايي پوځي ته به د مرګ د جزا غوښتنه وشي

د خپريدو وخت: 07:58 گرینویچ - پنجشنبه 20 ډسمبر 2012 - 30 لیندۍ 1391

د رابرټ بیلز د پوځي محاکمې نېټه تراوسه نه ده ټاکل شوې.

د امریکا پوځ وايي د هغه امریکايي پوځي لپاره به چې د ۱۶ ملکي افغانانو په وژنه تورن دی د مرګ جزا وغواړي.

لومړي بريدمن رابرټ بيلز د روان کال د مارچ په مياشت کې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د نهو ماشومانو په گډون ۱۶ کليوال ووژل او نهه تنه نور يې ژوبل کړل.

افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه امریکايي پوځي دا کړنه "قصدي" او "نه هېرېدونکی" عمل بللى و.

ګڼو پوځیانو په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي وو رابرټ بیلز په داسې حال کې بېرته خپلې اډې ته ستون شو چې په وینو سور و.

تر دې وړاندې د هغه وکیل جان هینري برون خپل موکل یو تکړه او د ښې سابقې لرونکی پوځي بللی و.

جان هینري برون ویلي و، موکل یې په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱ نیټې له بریدونو وروسته پوځ ته راغی او هېڅ کله یې د ورانکارۍ سابقه نه لرله ځکه یې اوس کورنۍ حیرانه ده چې څنګه هغه په دغه ډول عمل لاس پورې کړ.

افغان شاهدانو هم د هغه د وحشیانه ډزو په اړه شاهدي ورکړې ده.

د هغه د پوځي محاکمې نېټه تراوسه نه ده ټاکل شوې.

افغان شاهدانو هم د هغه د وحشیانه ډزو په اړه شاهدي ورکړې ده. یوې نجلۍ ویلي و، چې هغه د خپل پلار تر شا پټه شوې وه چې وروسته هغه هم ووژل شو.

د کندهار په دوو کلیو کې د دغه امریکايی پوځي له خوا د ملکي افغانانو وژلو قهرجنې مظاهرې وپارولې او د امریکا افغانستان اړیکې یې زیانمنې کړې.

د لومړي بریدمن رابرټ بېلز په اړه ویل شوي چې ۳۸ کاله عمر لري او له افغانستان نه یې مخکې څو ځلې په عراق کې دنده ترسره کړې ده.

د یادونې ده چې له تېرو څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې هیڅ امریکايي پوځي نه دی اعدام شوی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .