امريکايي سناتور د اسامه وژلو فلم غندلی

د خپريدو وخت: 12:21 گرینویچ - جمعه 21 ډسمبر 2012 - 01 مرغومی 1391

د فلم د ډاېرکټر او پردې ليکونکي مارک بول په وينا د ترهګر د مشر د وژلو لپاره يوازې له يو استخباراتي مېتود نه کار نه دى اخيستل شوى.

امريکايي سناتور جان مکېن د هغه فلم غندنه کړې چې په ډراماتيک ډول يې د اسامه بن لادن وژل انځور کړي دي.

له بي بي سي سره د خبرو پر مهال، جمهوريت غوښتونکي سناتور وويل، د کاترين بېګلو له لوري د " زيرو ډارک ترټي" په نامه جوړ شوى دغه فلم په دې اړه ناسم تاثر ورکوي چې ګنې د شکنجې له لارې باوري معلومات ترلاسه شوي دي.

په يوه بيان کې بېګلو ويلي دي فلم يې د استخباراتو د بېلا بېلو لانجمنو تجربو او لارو چارو نه پرده پورته کوي.

د فلم د ډاېرکټر او پردې ليکونکي مارک بول په وينا د ترهګر د مشر د وژلو لپاره يوازې له يو استخباراتي مېتود نه کار نه دى اخيستل شوى.

جمهوريت غوښتونکي سناتور وويلي د کاترين بېګلو له لوري د " زيرو ډارک ترټي" په نامه جوړ شوى دغه فلم په دې اړه ناسم تاثر ورکوي چې ګنې د شکنجې له لارې باوري معلومات ترلاسه شوي دي.

د دغه فلم په اړه د سناتورانو ډاني فينسټن، کارل ليون او جان مکېن چې د کانګرېس د استخباراتي کمېټې غړي دي، په ليک کې د فلم له جوړونکو غوښتي چې سمونې په کې راولي.

دغو سناتورانو ويلي، ستونزه دا ده چې کله خلک د" زيرو ډارک ترټي" فلم وګوري نو باور به کوي چې ګنې فلم کې انځور شوې پېښې حقیقي دي.

په داسې حال کې چې خبره داسې نه ده او فلم کولى شي د امريکايانو پرنظريو ناوړه اغېز وکړي.

سناتوران وايي د ترهګرو پر وړاندې جګړه کې له شکنجې نه کار اخيستنې امريکايي ارزښتونه زيانمن کړي او توجيه کېداى نه شي.

د روان کال په لومړيو کې د بېګلو پر فلم دا تور هم پورې کړاى شو چې ګنې يوه تبليغاتي وسيله ده چې له اوباما سره مرسته وکړي چې بيا ټاکنې وګټي.

له همدې کبله د فلم بازار ته ایستل په امريکا کې د نومبر له ټاکنو وروسته پورې وځنډول شو.

داسې ادعاوې هم شوې دي چې ښاغلي بول ته چې له بېګلو سره يې د اوسکار ګټونکي ډرامې "حرټ لاکار " سره ګډ کارکاوه، پټو اطلاعاتو ته د لاسرسي امکانات هم برابر شوي وو، خو ده دغه ادعاوې رد کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .