تونسۍ ایمان وايي د شارون 'جرمي ژوند' انځوروي

د خپريدو وخت: 11:43 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391
ایمان

ایمان وايي، چې له عربانو سره د شارون د وژنې انځور لاهم ژوندی دی.

یوې تونسۍ فلم جوړوونکې ایمان بن حسین د یوه داسې مستند فلم جوړولو هوډ کړی، چې د ارییل شارون پټ ژوند او پټې پرېکړې په کې بربنډې کړي.

دې ویلي، چې دا به د راتلونکو عربي نسلونو لپاره یو تاریخي مستند فلم وي او عربان به په کې خپل دښمنان په مستقیم ډول وپېژني.

ایمان بن حسین له "العربیة" خبري اژانس په مرکه کې ویلي، شارون یې ځکه د خپل فلم شخصیت غوره کړ، چې هغه د ګڼو انسانانو او په تېره بیا د عربانو وژونکی و.

دا وايي، چې شارون په ۱۹۵۳ کال د ټول وژنې او په ۱۹۶۷ کال د مصري بندیانو د شکنجې او بیروت ته په زور د ننوتلو او د "صبرا" او "شاتیلا" د وژنو امر ورکړی و.

ایمان وايي، چې له عربانو سره د شارون د وژنې انځور لاهم ژوندی دی.

هغې ویلي، چې د فلسطیني مبارزینو مشر شیخ احمد یاسین هم د شارون په امر ووژل شو او په ۲۰۰۲ کال د جنین ټولوژنه هم هغه کړې ده.

دا زیاتوي، چې د شارون له نژدې کسانو به داسې مستند فلمي کلیپونه او ویناوې ترلاسه کړي، چې په ۲۰۱۰ کال د شارون په ځانګړې کرونده کې بندیان وو.

"شارون د اسراییلو په سیاسي ډګر کې له پوځي او سیاسي مشرانو څخه و."

ایمان بن حسین وايي، چې د خپل مستند لپاره هوډ لري، چې د شارون له زامنو سره د دوی د پلار له لوري د لویو ترهګریزو بریدونو په اړه مرکې وکړي.

دغه فلمي تولیدوونکې وايي، له ځینو هغو کسانو سره یې هم مخامخ مرکې کړي دي، چې د ارییل شارون له لوري شکنجه شوي، په تېره بیا د "صبرا" او "شاتیلا" په ټول وژنه کې له ځورېدلو سره، چې ډېری ماشومان په کې ووژل شول.

دا هم وايي، چې په وروستیو میاشتو کې یې د عربانو او فلسطینیانو په وژنه کې د شارون له جرمه ډک ژوند څېړلی، او په دې اړه یې له نفسیاتي ډاکټرانو سره مرکې هم کړي دي.

بن حسین زیاتوي، ددغه مستند په خپرولو غواړي، نړۍ ته حقیقتونه روښانه کړي.

په تونس کې د بشري حقونو وزارت، فلم جوړوونکې ایمان بن حسین ته د "الونیه شوي" په نامه فلم له برکته جایزه ورکړې ده.

په دغه فلم کې د مخکني ولسمشر زین العابدین بن علي د واکمنۍ پرمهال د تونس د اسلامي حزب د څلورو کسانو کیسې راخیستل شوې دي، چې پر فعالیت یې بندیز لګول شوی و.

دغه کسان په غیاب کې په بند محکوم شوي وو، خو په ټولنه کې د څو کالو راهیسې پټ ول، او هر یوه دغې فلم جوړوونکې ته د خپلو ناخوالو کیسه کړې ده.

ارییل شارون

دغه شخصیت د اسراییلو په منځ کې هم یوه جنجالي څېره وه.

ارییل شارون د فلسطین کفار ملال سیمه کې زیږېدلی، چې اوس اسراییلو خېټه پرې اچولې ده.

پلار یې اشکناز یهودی و، او له ختيځې اروپا فلسطین ته کوچېدلی.

که څه هم پلار یې پولنډی و، خو مور یې روسۍ وه، او ان ځینې شارون له فارسي نسله ګڼي او وايي چې د ایران له اصفهان څخه یې نسل پیلېږي.

شارون د اسراییلو په سیاسي ډګر کې له پوځي او سیاسي مشرانو څخه و.

دغه شخصیت د اسراییلو په منځ کې هم یوه جنجالي څېره وه.

ویل کېږي، چې ارییل شارون له ۲۰۰۶ کال راهیسې د دماغي ستونزې له لاسه له هرڅه لوېدلی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .