د سندرې کتونکو شمېر یو ملیارد کسانو ته ورسېد

د خپريدو وخت: 13:12 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

د یو ټيوب څښتن شرکت ګوګل مسوولین وايي هره ورځ په اوسط ډول له اوو تر ۱۰میلیونو کسان دغه ويډیو ګوري.

د جنوبي کوریا د سندرغاړي سايي یوه سندره (ګنګنم سټایل) تر اوسه د یو ټیوب پر پاڼه یو میلیارد کسانو کتلې ده.

دغه سندره څلور میاشتې مخکې یوټیوب ته استول شوې وه، چې تر اوسه پورې یو میلیارد کسانو کتلې ده.

د یو ټيوب څښتن شرکت ګوګل مسوولین وايي هره ورځ په اوسط ډول له اوو تر ۱۰میلیونو کسان دغه ويډیو ګوري.

د دې ویډیو له امله د جسټن بیبر جوړ شوی ریکارډ مات شوی.

په ویډیو کې د جنوبي کوریا د پلازمېنې سیول په هغه سیمه کې، چې شتمن خلک په کې اوسېږي، د (کنزیومرازم) مشتریتوب په اړه طنز شوی.

په ګنګنم سټایل نومي ویډیو کې سندرغاړی سايي داسې نڅا کوي، لکه پر اس چې ناست وي او واګې یې په لاس کې وي.

د نوموړي د نڅا دغه انداز دومره مشهور شو، چې ډېر کسان یې اوس تقلید کوي.

د ویډیو په ځینو برخو کې ۳۴ کلن سايي لیدل کېږي، چې ګلابي رنګه لنډ پتلون کې پیتاوي ته ناست دی، تر ځمکې لاندې روان ریل ګاډي کې نڅاګرې نجلۍ ته په مینه ګوري او د سمندر په ساحل ورزش کوونکې ښځې ته اشاره کوي.

د دې سندرې د مینه والو له ډېرېدو سم د لاسه وروسته یو شمېر ورته سندرې جوړې شوې. د دې سندرې په مینه والو کې د فلپاین د زندان بندیان او د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون هم شامل دي.

"د دې سندرې په مینه والو کې د فلپاین د زندان بندیان او د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون هم شامل دي."

ګنګم سټایل ویډیو ته د سږ کال لپاره د ایم ټي وي اروپا جایزه هم ورکړل شوې ده.

له دې سره سره دې سندرې د ۲۸ هېوادونو د غوره سندرو په لړ لیکونو کې لومړی مقام تر لاسه کړی.

تر پنځه میلیونه ډېرو کسانو دغه سندره په یو ټیوب پاڼه کې (لایک) خوښه کړې ده، چې دا هم یو ریکارډ دی.

له همدې امله په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کې هم د دې سندرې نوم پر یو ټیوب د ډېرو خلکو له خوا د خوښولو له امله ثبت شوی دی.

له دې مخکې دغه مقام د ۲۰۱۰ په اوږدو کې د جسټن بیبر سندرې ټیني بوپر تر لاسه کړی و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .