مصر: مرستیال ولسمشر محمود مکي استعفا کړې ده

د خپريدو وخت: 06:09 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391
محمود مکي

محمود مکي په تېر اګست میاشت کې د ولسمشر مرستیال وټاکل شو.

د مصر مرستیال ولسمشر محمود مکي د تېرې شنبې په ورځ استعفا کړې ده.

نوموړي ویلي، دا چې هغه یو قاضي دی، د سیاسي کار له طبیعت سره نه اړخ نه لګوي.

خو د وزیرانو شورا ویاند علاء الحدیدي بي بي سي ته ویلي، چې د مصر د مرکزي بانک رییس استعفا نه ده کړې.

الحدیدي ویلي، چې نه پوهېږي، چې ددغه دروغ خبر سرچینه څه ده، او په دې حساس وخت کې ولې دا ډول شایعې خپرېږي.

خو مرستیال ولسمشر محمود مکي په تېر نومبر کې د خپلې استعفا خبره کړې وه، خو هغه مهال ونه منل شوه.

مکي په یوه ویناپاڼه کې ویلي "له ډېر وخت راهیسې په دې فکر کې وم، چې د یوه قاضي لپاره سیاسي کار هېڅ اړخ نه لګوي؛ همدا وو چې د تېر نومبر پر اوومه مې استعفا اعلان کړي."

خو ویل کېږي، دا چې اسراییلو پر غزې یرغل وکړ، نوموړي د خپلې استعفا په اړه ډېر ټینګار ونه کړ، او تر هغه وروسته د ولسمشر محمد مرسي له خوا په اساسي قانون کې بدلون راغی او خپل ځان ته یې ډېر واکونه ورکړل.

د تېرې شنبې په ورځ د اساسي قانون د جنجالي ټولپوښتنې په اړه ښاغلي مکي ویلي چې "نن مې ولیدل چې د ولسمشر د مرستیالۍ له څوکۍ څخه د استفعا د اعلانولو همدا مناسب وخت دی."

محمود مکي په تېر اګست میاشت کې د ولسمشر مرستیال وټاکل شو.

رایې شمېرنه

د اساسي قانون په اړه د ټولپوښتنې پوره پایلې به په دوشنبه (دسمبر ۲۴) اعلان شي.

له ډېرو کالو راهیسې مکي په خلکو کې محبوبیت درلود، ځکه چې د مخکني ولسمشر حسني مبارک د سرسختو مخالفانو په ډله کې یې فعالیت کاوه.

مکي په اوسني حکومت کې د عدلیې د وزیر احمد مکي ورور دی، چې دغې څوکۍ ته په رسېدو سره ډېرې نیوکې پرې وشوې.

له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې محمود مکي دویم کس دی، چې د ولسمشر مرستیال ټاکل کېږي؛ ځکه چې مخکني ولسمشر حسني مبارک د خپلې واکمنۍ پرمهال هېڅ مرستیال نه درلود.

تېره اوونۍ د مصر لوی څارنوال طلعت ابراهیم عبدالله هم استعفا وکړه.

پر همدې مهال، په مصر کې د ټولپوښتنې رایې په دویمه او وروستۍ ورځ شمېرل شوې دي.

د اساسي قانون په اړه دې ټولپوښتنې لانجې رامنځ ته کړې وې او د اوونیو تاوتریخوالی يې رامنځ ته کړ، چې مرګ ژوبله یې واړوله.

لومړنۍ پایلې به څوشېبې وروسته جوتې شي خو پوره پایلې به د دوشنبې په ورځ معلومېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .