د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر ښځه ومړه

د خپريدو وخت: 07:19 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391
مریم حمدان

مریم حمدان عماش ۳۵۰ لمسیان لري.

د تېرې شنبې پر ماخوستن د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې فلسطینۍ ښځه د ۱۲۴ کلونو په عمر د حیفا ښار په جسرالزرقاء کلي کې ومړه.

د حاجۍ مریم حمدان عماش له تذکرې مالومېږي، چې په ۱۸۸۸ کال کې پیدا شوې ده، یانې د اسراییلو له موجودیت ۶۰ کاله مخکې، چې هغه مهال د عثماني خلافت له خوا یو کارت هم ورکړل شوی و.

که چېرې همدا ددې ریښتونی عمر وي، نو د فرانسې له ۱۲۲ کلنې جین کالمو څخه وروسته به دا په نړۍ کې تر ټولو د ډ‌ېر عمر ښځه وي.

کالمو په ۱۸۷۵ کال زیږېدلې وه، او په ۱‍۹۹۷ کال د ۱۲۲ کلونو په عمر مړه شوې وه.

خو مریم عماش بیا خبریالانو ته ویلي وو چې: "نه پوهېږم، کله وزیږېدم، خو د ترکي عثماني افسرانو نومونه مې په یاد دي، هغه مهال شاوخوا لس کلنه وم، جسر الزرقاء ته لسګونه کاله مخکې راغلې یم، هغه مهال دلته یو یا دوه کورونه وو."

په پښو تګ

عماش تر مرګ څو ورځې مخکې هم په پښو ګرځېدله، د ښه ذهن څښتنه وه، او کورنۍ به یې هر کال د زوکړې مېله لمانځله.

د نوموړې پنځه زامن او پنځه لوڼې دي، او ۳۵۰ لمسیان لري.

د عماش یو زوی داسې مهال وزیږېد، چې ددې عمر ۶۰ کاله و.

محمد وايي، چې مور یې ځان ته ډېر پام کاوه، او په منظم ډول به هره ورځ په پښو ګرځېدله، خو غوږونه یې یوڅه درانه وو او سم یې نه اورېدل.

ذهن یې ډېر فعال و، او تل به یې تازه سابه او طبیعي خواړه خوړل.

خو د هغې ۵۱ کلن لمسی ماجد بیا وايي چې د نیا روغتیا یې "درې ورځې مخکې خرابه شوه، او د چټلې هوا له کبله یې سږي التهابي شول."

نوموړی دا هم وايي دا لومړی ځل و، چې تر مرګ څو ورځې مخکې یې نیا روغتون ته یووړه.

لوی عربي پاڅونونه

"مریم عماش څو ورځې وروسته تر هغه ومړه، چې د ګینیس د ریکارډونو کتاب ۱۱۵ کلن جاپانی جیرومون کیمورا د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر سړی ثبت کړی و."

له مریم څخه یوازې دوه شخصي څیزونه پاتې شول: یو یې تذکره او بل پاسپورټ، چې پاسپورت کې یې د زوکړې کال ۱۸۸۸ لیکل شوی.

هغې ویلي، چې ډېرې لویې پېښې یې په یاد دي، چې یوه یې هم د عربو لوی پاڅون او د اسراییلو رامنځ ته کېدل دي.

نوموړې وړاندې ویلي وو، چې پخپل ژوند کې دوه ځلې واده شوې ده، خو کله چې د درېیم ځل واده لپاره د ټوکې په توګه ترې وپوښتل شول، هغې د خوښۍ ښودلو په توګه خپل لاسونه ماچي کړل او وویل "د الله شکر دی، چې ژوندۍ یم او د خپلو زامنو او لوڼو په منځ کې اوسېږي، چې د لمسیانو شمېر مې ۳۵۰ ته رسېږي."

مریم عماش څو ورځې وروسته تر هغه ومړه، چې د ګینیس د ریکارډونو کتاب ۱۱۵ کلن جاپانی جیرومون کیمورا د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر سړی ثبت کړی و.

تر هغه مخکې یوه امریکایۍ ښځه هم د ۱۱۵ کالو په عمر له دې نړۍ کوچېدلې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .